دنیا دومره ښایسته ده نو جنت به څنګه وی

طبیعت ډیر ښکلی دی خو کله ناکله د ناپاکه انسانانو له لورې دا طبیعت دومره بدرنګه شی چې انسان په کې یوه لحظه هم نه شی ایساریدلی، لوی الله ج موږ او تاسو ته بی شمېره نعمتونه راکړی دی او د دې ټولو نعمتونو شکر ادا کول په کار دی هغه انسانان چې قناعت کوی بریالی او هغه کسان چې نا شکره دی در په دره دی او په دنیا کې سرګردانه ژوند کوی.

شکر کوونکی خلک ډیر کم پیدا کیږی او دهمدوی برکت دی چې الله ج د دنیا په ژوند کې برکت اچولی کنه د بی شکره خلکو له وجی به ډېر څه مو د لاسه ورکړی وو لکه پخوا چې د حضرت موسی علیه اسلام امت ته له اسمانه مړزان او حلوا راتله خو د یو شمیر ناشکره کسانو پر نورو هم دا نعمت بند کړ.

الله ج چې موږ او تاسې ته کوم نعمتونه راکړی دی او راکوی یې دا ټول دحضرت محمد ص د مبارک برکت دی چې الله ج د خپل محبوب له برکته دا دنیا دومره ښایسته کړه…

وایی هر چاته خپل وطن کشمیر وی، دا په دې معنی چې د هر چا وطن هغه ته داسې ځانګړنی لری چې په نورو وطنونو کې ورته نه ښکاری کنه ځمکه خو همغه ده، اوبه خو همغه دی، خاوره همغه ده، ځنګلونه او غرونه خو هیڅ فرق نه کوی بس یوازی د انسان مجاز له همغه ځای سره تړل شوی وی.

مجاز هم عجیبه سیز دی انسان کله ناکله په مجازی نړۍ کې دومره غرق شی چې حقیقی ژوند تری هیر شی، هغوی د طبعت په ښکلاوو کې د جنت باغونه وی او فکر کوی چې همدا ژوند ده او بل ژوند نشته خو خبره دا ده چې مونږ دې دنیا ته د جنت ګټلو لپاره راغلی یو په دې دنیا الله ج ځمکه دومره ښکلی ګرځولی څه فکر کوئ جنت به څه ډول وی…

د نړۍ ډیر ښکلی ځایونه شته اوکال کې ورته ګڼ شمیر سیلالیان په دې موخه ځی چې لږ تر لږه ورسره ارام شی او دا حقیقت ده روغتیا پالان وایی که تاسې ارمتیا غواړی نو تاسې ښاسته شین طبیعت پیدا کړی.

زرغون ځایونو ته تګ ستاسې د سترګو نور زیاتوی مطلب د الله ج په دې طبیعت کې انسان ته ډېری ګټې شته چې دا هرڅه له ورایه ښکاری که سړی په ژوره فکر وکړی نو دې نتیجې ته به ورسیږی.

ولی په ښایسته طبیعت کې بدرنګه خلک پیدا کیږی او دا ښایسته ځای پر نورو انسانانو سور تنور وګرځوی، زمونږ وطن چې د سیاحت لپاره ګڼ شمیر ځایونه لری او د دې لپاره چې مونږ ورته کار وکړو نور یې هم ورانۍ ته خوشحالیږو او په ورانولو کې له پردیو سره مرسته کوو.

هیڅ خپل وطن او خاوری ته ژمن نه یو!

موږ باید دخپل هېواد له پاکی خاوری څخه ساتنه وکړو او نورو ته د دې اجازه ورنکړو چې زمونږ دا ښایسته وطن در په دره کړی زموږ خلک دی له دې ځایه په تیښته کړی او هغوی په پردیو وطنونو کې خپل بی خونده ژوند ته دوام ورکړی.

هلته له بدو پیغورونو سره خپل کار ته دوام ورکوی دا ټول دهغه خلکو دلاسه کوم چې دا ګل وطن په وینو لمبوی او په زهرجنو باروتو یې توره وی.

زموږ په سیندونو کې ماهیان او په اسمان کې مرغان په امان نه دی، نو انسانان خو پریږده غرونه مو لوټ شول ځنګلونه مو چور شول او مونږ اوس هم د یو بل وژلو ته ګوته په ماشه ناست یو ترڅو به د پردیو لپاره خپل وروڼه او مسلمانان وژنو، ترڅو به دا ښایسته وطن په هدیرو ډکوو…

مونږ باید د الله ج شکر ادا کړو چې داسې مالامال وطن یې راکړی او تری سمه ګټه پورته کړو پردی راځی او زموږ له نعمتونو ګټې پورته کوی زمونږ په پیسو مونږ وژنی فکر نه کوئ چې نور بس دی مونږ ټول له دردونو ستړی شوی نه یو لکه د لمر دغروب په څیر نه یو د ماښام د مرغیو په څیر ورخطا نه یو، د خړو اوبو ماهیانو په څیر مو لاره نه ده ورکه کړی.

لکه د ځنګلونو په څیر ټوک ټوک نه یو، ولی داسې نه ده چې مونږ د غرونو په څیر په زړونو کې غټ غمونه لرو…

راځئ چې لاسونه سره ورکړو او دا وطن له سره اباد کړو دلته د یو بل لپاره ځانونه قربان کړو ژوند او مینه وکړو د یو بل په ژوندونې قدر وکړو نه په میړینی سر او ګریوان څیری کړو…

که سره یو شو لکه د شاتو موچیو په څیر به نړۍ زمونږ نه بهتره ګټه پورته کړی او که یو نه شو او همداسې بی اتفاقه پاتی شو نو بیا به د نورو موچیو په څیر په ډلو وویشل شو او له یو بل نه به ناخبره پاتی او هرڅوک به مو عبس (اضافه) ګڼې…

خدای دې موږ ته دعمل کولو توفیق راکړی او دا ښایسته وطن دی موږ ته پیرزو کړی امین

په درنښت

لیکنه: شمس الرحمن شمس

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.