اووه ډوله ښځې د نکاح وړ نه دی!

امام غزالی رحمه الله علیه په خپل کتاب احیاء علوم الدین کې رانقلوی چې د دغو صفاتو لرونکو ښځو سره واده مه کوئ؛ که څه هم هغوی په حسن، جمال او شتمنۍ کې بې ساری وی، ځکه له دغسې ښځو سره نکاح کول د ټول عمر د افسوس او ارمان سبب ګرځی.
هغه ۷ ډوله ښځې دا دی :
۱ – انانه: هغه ښځه ده، چې تل یې سر تړلې وی؛ یعنې هر وخت شکایت کوی او دا یې عادت ګرځېدلې وی.

۲- منانه: هغه ښځه ده، چې هر وخت پر خپل خاوند احسان اچوی، چې ما خو ستا سره دغه احسان کړې او ستا له خوا ما ته هیڅ هم نه دی راکول شوی.

۳- کنانه: هغه ښځه ده، چې همېشه د تېر وخت شیان یادوی؛ چې په فلانی وخت کې زما سره دغه شیان او هغه شیان و، خو اوس نشته!

۴- حنانه: هغه ښځه ده، چې هر وخت خپل پخوانی خاوند یادوی او وایی: هغه عجیبه ښه سړی و، خو ته هغسې نه یې!

۵-حداقه: هغه ښځه ده، چې همېشه خاوند ته فرمایشونه ورکوی؛ هر شی چې ووینی، د هغه غوښتنه کوی.

۶- براقه: هغه ښځه ده، چې همېشه په خپل ځان جوړولو مصروفه وی؛ فېشن یې عادت ګرځېدلې وی او نور ضروری کارونه ځینې پاتې وی.

۷- شداقه: هغه ښځه ده، چی تېزه ژبه لری؛ هر وخت خبرې جوړوی او خبرې بیانول یې کار وی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.