حلال او حرام

وایی چې یو لاروی د لمانځه لپاره جومات ته ودرېد، هلته یو ماشوم و، هغه ته یې وویل چې اوښ ته می ګوره زه لمونځ کوم راوځم. چې لمونځ یې وکړ، له جېبه یې یو دینار را واېست ماشوم ته یې ورکړې، مګر چې دباندې راووت، ګوری چې اوښ سته او ماشوم نسته؛ ماشوم له ځان سره د اوښ ترسېری هم وړی دی.

لاروی له ځان سره وویل چې راځه پر دې بازار ورشه، هلته به بل ترسېری واخلې. کله چی بازار ته ورغی، ګوری چی له هټیوال سره هماغه د ده د اوښ ترسېری پروت دی. د اوښ خاوند پوښتنه ځینې وکړه چې دا دې له کومه کړ؟ هغه ور ته وویل چې لږ مخکې یو ماشوم راغی او په یوه دینار مې ځینې واخیست.

لاروی وویل: سبحان الله! ما غوښتل چې هغه ته حلال دینار ورکړم، مګر هغه حلال وا نه خیست او حرام یې واخیست!

درس:

دا د خدای دُنیا له حلالۍ روزۍ ډکه ده. مګر په خواشینۍ سره چی ځینې خلک د حلالو پر ځای حرام راټولوی. د سوال، اختلاس، غلا، رشوت …. په لارهکی د خپل حیثیت، خولو او ایمان بایللو ته تیار وی، مګر دې ته یې پام نه وی چی که د هغې نیمایی خواری د حلالی روزۍ د ګټلو له پاره وکړی، خدای به ور ته له هغې نه ښه روزی ورکړی.

کېدای سی د حلالو روزی به ډېره نه وی، مګر لږ تر لږه به یې د خپل شهرت له پاره خپل حیثیت او د خپل کور له پاره خپل ګور نه وی خوار کړی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.