پاچا او ساتونکی

د ژمی په یوه سړه شپه کې پاچا له ماڼۍ بهر شو، د ماڼۍ مخې ته یې یو بوډا ساتونکی ولید چې نرۍ جامې یې په تن دی. پاچا ترې وپوښتل؛

ـ هوا ډېره سړه نه ده؟

بوډا وویل؛

ـ پاچا صاحب! هوا سړه ده، خو زه تودې جامې نه لرم، اړ یم چې دا سړې شپې تحمل کړم.

پاچا په مهربانۍ وویل؛

ـ زه همدا اوس ماڼۍ ته ورځم او تا ته تودې جامې در لېږم.

بوډا خوشاله شو، له پاچا یې مننه وکړه، خو د جامو ژمنه د پاچا له یاده ووته.

سبا سهار پاچا خبر شو چې بوډا مړ شوی دی او پاچا ته یې په یو کاغذ کی لیکلی دی «ای زما پاچا! ما په خپلو نریو جامو د ژمې ډېرې سړې شپې تېرې کړې، خو مړ نه‌شوم، اما ستا د تودو جامو ژمنه لکه چې ما ووژنی.»

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.