نجیبه فیض لنډه پیژندنه

دلربا څوک ده؟
نجیبه فیض چې په دلربا مشهوره ده د افغانستان د کندوز ولایت کښې په ۱۹۸۸ میلادی کال کښې زیږیدلې ده. د دې د زیږیدو لږ وخت وروسته د دې کورنۍ په افغانستان د جنګ او ناامنیو له امله پیښور ته کوچیدلې. نجیبه فیض په پیښور کښې زده کړې کړی او د اوؤه کلونو په عمر یې په اول ځل د پاکستان د دولتی تلویزیون نه په ۱۹۹۵ کښې د کوچنیانو لپاره ترتیب شوی پروګرام ” ستوری ” کښې کار کړی او بیا په ۲۰۰۳ میلادی کال کښې یې د نور البشر نوید لیکلې ډرامه ” دلربا ” کښې مخکښ رول لوبولی.
د دې نه علاوه یې د خیبر تلویزیون د ګڼ شمیر پروګرامونو کوربه توب هم کړی. د افغانستان د پخوانی اولسمشر حامد کرزی په بلنه کابل ته هم تللې او هلته یې د آزادۍ د ورځې په مراسمو کښې ګډون کړې. د دې تر څنګ یې د آریانا تلویزیون سره په ۲۰۱۳ میلادی کال په HTBM خپرونه کښې هم کار کړی.

ستاسو اعلانات دلته

About مینه شهرزاد

مینه شهرزاد په ننګرهار کې دباوري خبري سرچینې خبریاله یم زه په خپل مسلک ویاړم زده کړي مي تر لیسانس پوري کړي دی په ژورنالیزم کې

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.