د نجم له مشر مدثر اسلامی سره مرکه

ځلاند:نجم څه دی او څه ډول ترکیب لری؟

مننه.

نهاد جوانان مسلمان (نجم) په هیواد کې د ځوانانو تر ټولو ستره اسلامی ټولنه ده چې د ۱۳۹۰کال د کب میاشتې په ۱۹مه د بیلا بیلو ولایتونو د ځوانانو د استازو له لوری د یوې مشورتی غونډې په پای کې د خپلواکې ټولنې په توګه تاسیس شوه او په همدې نوم له عدلیې وزارت سره ثبت شوې ده. نجم له مرکزی او ولایتی ټیمونو جوړ دی. مرکزی ټیم چې د نجم رئیس یې مسئول دی تر ډیره بریده د ستراتیژی او پلان جوړونې دنده لری او د کارونو د سم تطبیق څارنه کوی. ولایتی ټیمونه او ساحوی ادارات د پلان د تطبیق اصلی واحدونه دی.پدې توګه نجم هڅه کوی په مناسب چوکاټ کې د مرکزی او غیر مرکزی مدیریت له لارې د کارونو اغیز ډیر کړی.

ځلاند:د جمعیت اصلاح او نجم ترمنځ اړیکه څه ډول ده؟ نجم د جمعیت اصلاح یوه برخه ده او که دواړه ځانونه ځان ته بولی؟

نجم له اداری پلوه بیله او خپلواکه ټولنه ده. د فکر او کار په برخه کې له ټولو اسلامی او ټولنیزو جریانونو سره د خپلو اهدافو او ارزښتونو په رڼا کې ګډ کار او همکاری کوی. د ځوانانو د دینی او فکری روزنې او توجیه په برخه کې د جمعیت اصلاح غړی او د جمعیت اصلاح له لوری چمتو شوی مواد زمونږ لپاره ستره تکیه ده چې پدې اړه مونږ له جمعیت اصلاح مننه کوو.

ځلاند:که ځانته ځانته وی نو د دواړو فرق څه دی؟ فکری اختلافات څه دی؟

زما د معلوماتو له مخې د جمعیت اصلاح او نجم ستر توپیر پدې کې دی چې جمعیت اصلاح د یوه ټولنیز جریان په توګه د ټولنې بیلابیلو پاړکیو ته برنامې لری، زمونږ برنامې بیا یواځې د ځوانانو لپاره دی. نجم د اساسنامې او لایحې په اساس یواځې د ځوان نسل تر منځ کار کوی.د اسلام سم پیغام خپرولو او په ټولنه کې هراړخیزې رغونې ته لار خلاصولو په برخه کې مو اهداف نږدې دی.

ځلاند: د نجم پر جوړېدو کلونه تېر شول، خو تاسې فکر نه کوئ چې لا هم ډېر ورو حرکت کوئ؟ معنا دا چې د ټولنې فعالو ځوانانو بیخی کمه توجه مو جلبه کړې او اغېزمن فعالیتونه مو نه تر سترګو کېږی.

نجم د تاسیس په لومړیو پنځو کلونو کې هم د کیفیت له مخې او هم د کمیت له پلوه بې ساری مزل کړی دی. نجم اوس مهال د هیواد په ۳۲ولایتونو کې فعالیت کوی او له ۲۰۰۰ډیر ثبت شوی غړی لری. هر کال د نجم په برنامو کې زرګونه ځوانان برخه اخلی. مونږ په کار کې تدریج ته قایل یو او د عوامی کار تر څنګ د غړو تربیتی وړتیاوې لوړول هم د  کارونو په سر کې راځی. نجم ویاړی چې د تعلیمی نظام په تاریخ کې یې د لومړی ځل لپاره د معارف ستوری ستره سیالی ترسره کړه چې د ۲۶ولایتونو تر ۷۰زره هلکانو او نجونو پکې ګډون وکړ. په پوهنتونونو، ښوونځیو، مدرسو او تعلیمی او تحصیلی ادارو کې منظم فعالیت کوو.

ځلاند:راتلونکی کې څه پلان لرئ؟ څه غواړئ؟

راتلونکی کال کې مو اساسی موخه لا ډیرو تعلیمی او تحصیلی ادارو کې کار کول دی. زمونږ په باور د هیواد د سوکالۍ او پرمختګ راز په تعلیم او تحصیل کې دی. په اوږدمهال کې موخه له اسلام څخه د سمې پوهې په رڼا کې دځوان نسل داسې روزنه او تنظیم دی چې په ټولنه کې مثبت بدلون او په هیواد کې ملی پرمختګ ته لار هواره کړی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.