انیل کپور له خپلې لور سونم کپور سره ګډ فلم جوړوی

د بالیووډ مخکښ اداکار انیل کپور د خپلې لور سونم کپور سره په ګډه فلم جوړوی. دا لومړی ځل دی، چې یو پلار او لور په ګډه په یوه فلم کې کار کوی.

تر ټولو جالبه دا، دوې لکه څنګه چې په ریښتینی ژوند کې دی، په فلم کې هم انیل کپور د پلار او سونم کپور د لور لوبوی.

دا فلم، چې (یک لړکی کو دیکا، تو ایسا لګا) پکې له انیل او سونم سربیره راج کمار رو او جها چولا هم لوبیږی. راج کمار په فلم کې د سونم کپور عاشق دی.

د فلم د شوټینګ چارې د پنجاب په پټیله کې پیل شوی او ټاکل شوې، چې دا فلم به د روان کال د اکټوبر په ۱۲ مه خپور شی.

د فلم ډاریکټره شیلی چوپړا وایی، چې په فلم کې د انیل کپور او سونم کپور دواړو رول ډیر په زړه پورې دی، او په د پنجاب په پټیله کې یې یو کور ددوې لپاره نیولی، چې د فلم د شوټینګ چارې پکې پیل شوی.

د ډاریکټرې په وینا، تر وسه وسه کوښښ شوی، چې د انیل او سونم ریښتینی پلارګیری او لورګیری فلم ته هم انتقال کړی.

انیل کپور ۶۱ کلن دی او لور یې سونم کپور بیا ۳۲ کلنه ده.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares