یوې انجلۍ هلک ته د سترګک په وهلو نړیوال شهرت پیدا کړ

یوې مسکا او یو سترګک یوه جینۍ ته یواځې په ۲۴ ساعتونو کې نړیوال شهرت ورکړ. دا جینۍ پریا پرکاش نومیږی، نوموړې ۱۸ کلنه ده او هندی سینما ته تازه راغلې. پریا د سوداګراۍ په برخه کې د کالج محصله ده.

پریا پرکاش په “اور ادار لو” فلم کې کار کوی. هغې د یاد فلم په یوې سندرې “منیکا ملاریا پوی” کې د ښوونځې یو ټولګیوال ته سترګه وهی او د مینې په انداز ورته مسکۍ کیږی. د نجلۍ دې اداکارۍ یوازې په څو ساعتونو کې توپان جوړ کړ او د میلونونو انسانانو پر زړونو یې کوډې وکړې.

په زرګونو کسانو ورته د دوستۍ بلنې ولیږلې، زرګونو نورو په ټویټر او انسټګرام فالو کړه او ګڼو نورو بیا دا ویډو له نورو سره شریکه کړه.

پریا وایی، چې دا ډول اداکارې یوازې د سترګو د وهل یوه هڅه وه او د فلم کومه اساسی برخه نه وه. ددې په وینا، چې ډاریکټر ترې وغوښتل که داسې څه وکړی، چې په زړه پورې وی. نوموړې وایی، نه پوهیده، چې یو سترګک به یې دومره غوغا جوړه کړی.

د پریا پرکاش دې اداکارۍ د نړۍ نوموتی او مشهور کسان هم اغیزمن کړی. د هندی سینما وتلی ستوری ریشی کپور (د رنبیر کپور) پلار د یادې جلۍ د تشویق او ستاینې په پار ټویټ کړئ

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares