لغمان کې د وسله والو له یوه زندانه ۳۰ کسان ژغورل سوی

لغمان ولایت کې سیمه یزه  چارواکی وایی، د امنیتی او دفاعی ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د دولت ضد وسله والو له یوه زندان څخه  ۳۰
کسان ژغورل شوی دی.

د لغمان والی ویاند سرحدی ځواک وایی، دغه کسان پرون یکشنبې د الینګار ولسوالی اړوند له سنګر درې سیمې څخه ژغورل شوی.

نوموړی زیاته کړه، چې د دولت وسله والو پر وړاندې چاڼیز عملیات د جمعې د ورځې راهیسې دوام لری چې په ترڅ کې یې د وسله والو مخالفینو دغه زندان مات شوی دی.

د  ځواک په وینا، د عملیاتو په ترڅ کې د دولت درې وسله وال هم وژل شوی او دوه نور ټپیان دی.

هغه وویل، چې په دغو عملیاتو کې یو شمېر وسله وال د امنیتی ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

خبرپاڼه

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares