افغان ولسمشر افغان او نړیوال پانګه‌وال پانګونې ته وهڅول

ولسمشر غنی افغان او نړیوال پانګه ‌وال په افغانستان کې ګڼو فرصتونو ته په کتو په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته وهڅول او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې حکومت به د دوی د پانګونو د خوندیتوب په ګډون ټولې لازمې اسانتیاوې ورته برابرې کړی.

د جمهوری ریاست د معلوماتو پر اساس، ولسمشرغنی دا خبرې تېره ورځ له غرمې مخکې په جنیوا کې د ملګرو ملتونو سازمان دفتر کې د خصوصی سکتور استازو سره په جوړه شوې غونډه کې وکړې.

جمهور رئیس غنی د خپلې وینا پر مهال په افغانستان کې د کانونو، برښنا، کرنې او نورو برخو کې شته ظرفیتونو ته په اشارې افغان او نړیوال پانګه‌وال په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته وهڅول.

محمد اشرف غنی خصوصی سکتور د افغانستان د دولت هم شریک‌باڼی وباله او زیاته یې کړه، حکومت د مشارکت، پانګونې او فعالیت په موخه خصوصی سکتور ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.