بالاخره مصنوعی ګردې هم جوړې شوې

په چین کې مشهوره خبره ده چې د ای‌فون نوی ماډل راشی، ځوانان خپل یو پښتورګی وپلوری او موبایل وپېری، خو تر دې وروسته یې دا کار چندان ګټه نه ورته کوی.

په امریکا کې ساینس پوهانو په لابراتوار کې داسې مصنوعی ګردې جوړې کړې چې کولای شی په سم ډول کار وکړی.

د واشنګټن پوهنتون څېړونکیو تر تجربو وروسته دې ګردو ته لاس‌رسی پیدا کړی دی.

دا ګردې کولای شی چې د روغو هغو په څېر له وینې زهری مواد خارج، د متوازنې روغتیا او هارمونونو د جوړېدو په برخه کې سم کار وکړی.

دا ګردې همدا ډول د وینې فشار هم کنټرولولای شی.

ساینس پوهان وایی، دا ګردې ارګنایډز نومېږی.

د څېړونکی ټیم مشر بنیامین ډی همفریز وایی، د دې مصنوعی ګردو په جوړېدو ډېر خوښ دی او بشریت ته یې لوی خدمت کړی دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.