له APL وړاندې د ښځنینه او نارینه وو دوه مهم لیګونه

دا دوه سوداګریز کرکټ لیګونه په یوه هېواد کې په لاره اچول کېږی، چې د نړۍ په کچه پکې نړیوال ښځینه او نارینه لوبغاړی اخېستل کېږی، چې د نارینه وو په برخه کې درې افغان لوبغاړی پېرل شوی دی، راشدخان، محمدنبی او مجیب ځدران دی، دوی بېګ باش لیګ کې د ۲۰۱۸ او ۱۹ م کلونو پړاو لپاره خپلو لوبډلو پېرلی دی.

اسټرالیا هرکال د دوو سوداګریزو کرکټ لیګونو کوربتوب کوی. ښځینه بېګ باش لیګ او نارینه بېګ باش لیګ.

ښځینه بېګ باش لیګ:
ښځینه بېګ باش لیګ چې سږ کال او ۲۰۱۹ م کال کې یې څلورم پړاو ترسره کېږی، پکې ۸ لوبډلې لوبېږی.
په دغه لیګ کې د اسټرالیا ښځینه لوبغاړو ترڅنګ د نړۍ مشهورې ښځینه کرکټ لوبغاړې له پاکستان، هندوستان، سریلانکا، بنګله دېش، ویسټ انډیز، انګلستان، نیوزیلېنډ، سهیلی افریقا، ایرلېنډ او نورو هېوادونوڅخه اخېستل کېږی او لوبېږی.

لوبډلې:
اډیلایډ سټرایکرز، سېډنی تندر، سېډنی سېکسرز، مېلبورن رېنېګېډز، هوبرټ هرېکېنز، مېلبورن سټارز، پېرت سکارچرز او برېسبېن هیټ.

تېرکال د ښځینه بېګ باش لیګ اتلولی سېډنی سېکسرز لوبډلې ګټلې وه او پېرت سکارچرز لوبډلې ته یې ماته ورکړې وه.

ښځینه بېګ باش لیګ د ډېسمبر په لومړۍ نېټه پېلېږی او د ۲۰۱۹ م کال د جنوری تر ۲۶ مې نېټې دوام کوی؛ شا او خوا ۵۶ ورځې دغه لوبې روانې وی.

دغه اته لوبډلې ټولې ۵۹ لوبې کوی، چې ۵۶ د لومړی پړاو او سوپر اېټ یا اته غوره لوبډلو پړاوونه هم پکې دی.
او وروستۍ دریو کې بیا دوه نیمه پایلوبې دی او یوه یې پایلوبه ده.

تېرکال کې د توپ وهونکو په برخه کې اسټرالیایی ځوانه لوبغاړې الېس پېری د ټول ټورنمنټ غوره توپ وهونکې وه؛ هغې په ټولو لوبو کې ۵۵۲ منډې کړې وې. پېری ۲۸ کاله عمر لری او د سېډنی سېکسرز لوبډلې لوبغاړې ده.

د وېکټو په برخه کې بیا د ټول ټورنمنټ غوره بالره انګلستانۍ کترین برنټ وه، هغې ۲۳ وېکټې اخېستې وې.

له دې سره سارا الی هم ۲۳ وېکټې اخېستې وې.

سږ کال سېډنی سېکسرز لوبډله د دې سیالیو د اتلولۍ دفاع کوی، دې لوبډلې دوه ځلې اتلولی اخېستې ده.

نارینه بېګ باش لیګ:
د نارینه بېګ باش لیګ سیالیو ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونوکې اتم پړاو پېلېږی، دا سیالۍ د ډېسمبر په ۱۹ مه نېټه شروع کېږی او د فبروری په ۱۷ مه نېټه پای ته رسېږی.
په دغه لیګ کې هم اته لوبډلې شاملې دی، اډیلایډ سټرایکرز، مېلبورن رېنېګېډز، برېسبېن هیټ، هوبرټر هرېکېنز، سېډنی تندر، سېډنی سېکسرز، مېلبورن سټارز او پېرت سکارچرز.

د دې سیالیو اتلولی تېر کال اډیلایډ سټرایکرز اخېستې وه.

په سږ کال بېګ باش لیګ کې درې افغان لوبغاړی لوبېږی، راشدخان په اډیلاډیډ لوبډله کې، محمدنبی عیسی خېل په مېلبورن رېنېګېډز لوبډله کې او مجیب ځدران د لومړی ځل لپاره په دغه لیګ کې د برېسبېن هیټ لوبډلې پېرلی دی.

په تیر لیګ کې راشد خان خورا ښه وځلید

نارینه بېګ باش لیګ کې هم ۵۹ لوبې کېږی، چې درې وروستۍ لوبې یې دوه نیمه پایلوبو او یوې پایلوبې ته ځانګړې شوی دی.

زیاتې وېکټې او زیاتې منډې:
راشدخان تېر کال په دغه لیګ کې د ۱۸ وېکټو په اخېستلو سره لومړی بالر و، چې د ټول ټورنمنټ غوره توپ غورځوونکی شو.

ویسټ انډیزی ډوېن براوو هم ۱۸ وېکټې اخېستې وې.

د توپ وهنې په برخه کې د ټول ټورنمنټ غوره لوبغاړی بیا د هوبرټ هرېکېنز لوبډلې توپ وهونکی اسټرالیایی کیڼ لاسی توپ وهونکې ډارسی شارټ شو هغه په ټولو لوبوکې ۵۷۲ منډې کړې وې.

سږ کال د راشدخان دوی لوبډله اډیلایډ سټرایکرز له خپلې اتلولۍ دفاع کوی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.