پنځه کارونه چې د ښځې او خاوند تر منځ اړیکه لا قوی کوی

ژباړه: عمران لمر

د ښځو او خاوندانو تر منځ اړیکې ډېر متفاوتې وی، ځینې ښځې او خاوندان سره ژوره اړیکه لری او ځینې هم یواځې له یو بل سره عمر تېروی.

د ژورې اړیکې لپاره باید تاسو میلان ولرئ او په پوره قوت او علاقې سره هڅه وکړئ؛ له هڅې پرته حتی قوی مینه هم بې رنګه کېږی. ارواپوهان عموماً د قوی اړیکې د رامنځته کولو لپاره مختلف نظرونه لری؛ ځینې احساساتی دی او په رښتینې مینې ټینګار کوی او ځینې بیا منطقی برخورد کوی. دوی په پنځو کارونو چې د ښځې او خاوند تر منځ ژوره اړیکه جوړوی؛ موافقه لری. شاید یو څه سخت ښکاره شی؛ مګر په ټوله کې ډېر ارزښتمن ګڼل کېږی.

۱- عزت او احترام
د دې لپاره چې ډاډه شئ چې په کومه اندازه د ژوند له ملګرې یا ملګری سره د خپلې اړیکې خیال ساتئ؛ ښه ده چې د کورنیو اړیکو مشاور ته ورشئ.
هغه مینې هم چې ډېر وخت یې کېږی، ساتنې ته اړتیا لری؛ همدارنګه په هر وخت کې چې تاسې د مقابل لوری خیال ساتئ؛ په دې مانا چې هغه ته احترام کوئ او د هغه احساساتو چې ستاسې په اړوند یې لری؛ عزت کوئ.

۲- مثبته هڅونه
که یو له دواړو لوریو دا وکولای شی چې بل ته په مثبته هڅونه د سمې لارې لارښوونه وکړی؛ نو د ښځې او خاوند تر منځ به ژوره اړیکه رامنځته شی. په دې توګه ننګونې او ستونزې هوارېږی.
دا یو حیاتی عادت دی؛ تر دې چې که یو چا سره د بلدتیا په مرحله کې هم یۍ، کولی شی له تاسې سره مرسته وکړی؛ تر څو په اړیکه کې وروستۍ مرحلې ته ورسېږئ.

۳- مهربانی
کله چې مونږ د مهربانۍ په هکله غږېږو؛ نو هدف مو د ښځې او خاوند تر منځ له جنسی اړیکو پورته یو څه وی.
د مهربانۍ په رامنځته کولو کې لومړی ګام دا دی چې په دې باید وپوهېږئ چې د ژوند ملګرې یا ملګری ته مو څه اهمیت لری. باید پوه شئ چې د مقابل لوری څه خوښېږی؟ څه ډول خوشحالېږی؟ ژوره او قوی اړیکه هغې ته وایی چې هر وخت په کې مهربانی شتون ولری.

۴- جوړښت
که د ژورې اړیکې جوړول غواړئ؛ نو جوړښت ته مو د فهرست په لومړی سر کې ځای ورکړئ.
جوړښت په دې مانا دی چې وکولی شئ د ژوند مسایل مو په ګډه سنبال کړئ؛ پرته له دې چې په یو لوری فشار راشی.
په دې برخه کې د بریالی کېدو لپاره کولای شئ له کوچنیو مسایلو پیل وکړئ؛ د مثال په ډول: کله چې مېرمن د ماشوم پالنه کوی؛ سړی دې د کور په کارونو کې ورسره مرسته وکړی.

۵- اړیکې
له اړیکو پرته هر ډول اړیکه مړه ده، دا د ښځې او خاوند تر منځ د ژورې اړیکې ځانګړنه ګڼل کېږی.
د ټولو کارونو په هکله خبرې کول، د خبرو او د یو بل د څېرې د حالاتو درک کول؛ ټول د اړیکو په مجموعه کې حسابېږی.
که په دې هکله کمزوری یۍ؛ نو هڅه وکړئ چې د مطالعې له لارې او یا هم د تکنالوژۍ له لارې ورسره بلد شئ.
په دې ترتیب کولای شئ، په دې پوه شئ چې کوم څه مو د ژوند ملګرې یا ملګری خفه کوی او د دې لپاره ښه حل لاره موندلی شئ.
د مالی مسایلو، اړیکو او احساساتو شریکول کولای شی؛ تر منځ مو قوی او ژوره اړیکه رامنځته کړی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.