نارینه دې د بریالی واده لپاره دا ټکی نه هېروی

ژباړه: بشر دروېش

ګډ ژوند او ښه ساتل یې په ټوله نړۍ او خاصتا افغانستان کې ځکه زیات مهم دی، چې دلته له یو بله د ژوند د ملګرو جلاکیدل هم په مذهبی او هم په کولتوری لحاظ دود او مناسب عمل نه دی.

په دې لیکنه کې یو شمېر هغه مهم ټکی شریکوو، چې په ګډ ژوند کې ورته د نارینه وو زیاته پاملرنه ډېره اړینه ده:

بښنه غوښتل زده کړئ
نظرپوښتنې ښیی، چې زیاتې مېرمنې له خپلو نارینه وو په دې خوشالیږی، چې له تېروتنې وروسته ورڅخه بښنه غواړی.
همدا شان له هغو نارینه وو خپلې مېرمنې زیاته خوابدی ښیی، چې پر بښنی غوښتو او د خپلو تېروتنو په منلو نه قانع کیږی.
د انسانانو په توګه باید باور ولرو، چې حتما سهوه رانه کیږی. چې داسې ده او دا سهوه حتا د خپلې مېرمنې یا کور ودانې په مخکې راڅخه ممکنه ده، نو باید چمتو اوسوو چې پر تېروتنو مو اعتراف او له مېرمنې پکې بښنه وغواړو.
وبښئ، دا ستونزه او تېروتنه جبرانوم، بیا به دا سوتفاهم رامنځته نه شی او… هغه جملې دی، چې هرنارینه یې د خپل مزاج مطابق خپلې مېرمنې ته استعمالولی او خپل ګډ ژږند پرې له ستونزو ژغورلی شی.

مېرمنه مه پرتله کوئ
تاسې که مېرمنې ته له ځان سره د چا د پرتلنې حق نه ورکوئ، له مېرمنې سره مو هم نورې ښځې مه پرتله کوئ.
دا کار مو د مېرمنې زړه او باور ماتوی. هغه داسې محسوسوی، چې کمه یې ګڼئ او په هیڅ ارزښت ورته قایله نه یاست.

خاص مناسبتونه مه هېروئ
د مېرمنې د زوکړې کلیزه، د واده یا لومړۍ لیدنې کلیزه او ګڼ نور هغه مناسبتونه چې ستاسې مېرمنه ورسره ژوره اړیکه لری له یاده مه باسئ.
په داسې مناسبتونو کې ناڅاپی او د وس مطابق بهترینې ډالۍ ورته واخلئ.

مشاجرې مو سوله ییزې کړئ
مشاجرې په ګډ ژوند کې حتمی او طبیعی دی. هڅه وکړئ چې هیڅکله مو مشاجرې له سوله ییزې فضا بهر او کوم اخ و ډب یا زړه بداوی ورڅخه جوړ نه شی.

د احساساتو بیانول زده کړئ
ډېرخلک په زړه ډېرې خبرې لری خو په خوله یې نه شی اظهارولی.
دا ستونزه په خاصه توګه د افغانی ټولنې په شان په دودیزو ټولنو کې جدی ده.
د احساساتو بیان په ګډ ژوند کې خورا مهم دی. مثلا: نارینه باید په دې کې بې جرئته نه وی، چې مېرمنې ته خپله مینه اظهار او یا په نورو عاطفی مسئلو کې خپل تاثر ورسره شریک کړی.
نورې مسئلې لکه د هغې د سینګار، لباس او نورو شخصی انتخابونو په اړه نظر ورکول، البته دا باید حکمی نه، پیشنهادی بڼه ولری. په دې کار مو مېرمنې محسوسوی، چې توجه ورته لرئ.

د مېرمنې د بدلولو هڅه مه کوئ
ځینې نارینه د افغانی ټولنې د (خاوند) له اصطلاح څخه خورا غلط تاثر لری.
دوی فکر کوی، چې د مېرمنې د ژوند ملګری نه؛ بلکې خاوندان یې دی او څنګه چې یې زړه غواړی مېرمنې یې باید هماغه ډول وی.
خو دا غلط کار دی، ځکه مېرمنې هم انسانانې، د خدای مخلوق او د خپلو خصوصیاتو او ارادو لرونکې دی.
هیڅکله باید دا فکر ونه شی، چې مېرمنه د ژوند د ملګری پرغوښتنو او طرز فکر سل سلنه برابره کړی شی.
ځکه هر څوک خپل خصوصیات لری او ګډ ژوند هغه وخت کامیابیږی، چې دواړه خواوې سره تعامل وکړی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.