که لاسونه او پښې مو هر وخت یخ وی، نو دا د یوې خطرناکې ناروغۍ نښه کېدای شی

د هوا له بدلېدو سره ساړه هم زیاتېږی او شونې ده چې دغې سړې هوا کې تاسو د خپلو لاسونو او پښو له سخت سوړوالی څخه شکایت وکړئ.
دا شکایت د یوې خطرناکې ناروغۍ نښه کېدی شی.
د انګلستان په وایټلی کلنیک کې تر سره شوې څېړنه کې ویل شوی چې هر وخت د لاسونو او پښو سوړوالی په بدن کې د وینې د جریان خرابوالی ته اشاره کوی.
د څېړنې له مخې، بدن کې د شته شریانونو د تنګوالی له امله د وینې په جریان اغېز پرېوزی.
څېړونکو ویلی، د درملنې د نه کولو له امله دغه ناروغی جدی کېدای شی، ځکه لاسونو او پښو ته کافی وینه نه رسېږی، څو هلته شته حجرې ژوندۍ پاتې شی.
ډاکټرانو ویلی، که د ژمی د مناسب لباس اغوستو سربېره دغه سوړوالی وی، نو ډاکټر ته دې مراجعه وکړل شی، څو د ناروغۍ تشخیص وشی.
ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.