زابل:د امنیت امر پر موټر چاودنه سوې

 په زابل ولایت کې د عملیاتو پر مهال د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر پر موټر چاودنه شوې او دوه ساتونکی یې ټپیان شوی دی.

د زابل چارواکی وایی، دا عملیات تېره ورځ په ارغنداب ولسوالۍ کې ترسره شوی دی.

د ارغنداب ولسوال امیر جان الکوزی رسنیو ته وویل چې دولتی ځواکونو دغه عملیات د ولسوالۍ په کیشاڼو سیمه کې ترسره کړی دی.

هغه زیاته کړه، مازیګر ناوخته د عملیاتو پر مهال د ولایت دامنیه قوماندانۍ د امنیت امر  غلام جیلانی فراهی پر موټر چاودنه شوې ده.

د الکوزی په وینا، په دې چاودنه کې فراهی ته زیان نه دى اوښتى، خو دوه ساتونکی یې ټپیان شوی دی.

ولسوال وویل،په یادو عملیاتو کې دوه وسله وال مخالفین وژل شوی او درې تنه یې ټپیان دی.

دغه راز په جګړه کې یو پولیس او درې د ملی اردو سرتېری هم ټپیان شوی دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares