د ریمبو د مرګ خبر دروغ دی

د دوشنبې په ورځ ناوخته په ټولنیزو رسنیو د ریمبو (سلیویسټر سټالون) د مرګ خبرونه خپاره شوی وه؛ خو نوموړی دا هسې چټیاټ بللی.

سټالون د بالیووډ نوموتی ستوری دی، چې د ریمبو او راکی په څیر مشهور فلمونه لری. هغه په خپل ټویټر لیکلی:

“مهربانئ وکړئ، په احمقو غوږ مه ګروئ. ژوندی یم او رک روغ یم. …  اوس هم سوک وهلی شم.”

سټالون ۷۱ کلن دی، او په لسګونو مشهور فلمونه لری.

دا لومړی ځل نه دی، چې د سټالون د مرګ بې اساسه خبرونه خپریږی؛ په ۲۰۱۶ کال کې هم یوې برتانوۍ ورځپاڼې د ریمبو د مرګ خبر خپور کړی و.

د ریمبو ورورفرینک ویلی، چې ددې ډول بې اساسه خبرونو خپرونکی په ذهنی لحاظ ناروغ دی او ټولنه کې دا ډول خلکو لپاره ځای نشته.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares