افغان کرکټ ملی لوبډله له ایرلنډ سره ټېسټ لوبه کوی

د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملی لوبډلې له بشپړ غړیتوب تر لاسه کولو وروسته د لومړی ځل لپاره خپل منځ کې ټېسټ لوبه کوی.

افغانستان او ایرلنډ تر کال د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړل، چې وروسته افغانستان له هند او ایرلنډ له پاکستان سره ټېسټ لوبه وکړه.

که څه هم افغانستان او ایرلنډ تر دې وړاندې ډېر ۲۰ اوریزه او یو ورځنۍ لوبې کړې، خو تر اوسه یې ټېسټ لوبه نه ده او دا به یې لومړۍ پنځه ورځنۍ لوبه وی.

دغه لوبه به راتلونکی کال غالبآ د هند په راجیو ګاندی نړیوال لوبغالی کې د فبرورۍ او مارچ میاشتو تر منځ تر سره شی.

باید و ویل شی، چې پر دې سربېره به افغانستان او ایرلنډ درې شل اوریزه او پنځه یو ورځنۍ لوبې هم وکړی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.