د اشرف غنی دسولی که دواک د غځېدا طرحه !

وروسته له هغه چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له طالبانو سره پرله پسې لیده کاته وکړل ، په افغانانو کې د سولی هیلېراوټوکېدې .

ښاغلیخلیلزاد له افغان حکومت او طالبانو وغوښتل چې د خبرو اترو لپاره خپل ټیمونه وټاکی .

طالبانو په خپل مذاکراتی ټیم کې لا له وړاندی‌(۵)‌کسان ورزیات کړی او د قطر دفتر ته استولیوو ، خو دافغانستانحکومت اوس دغه مذاکراتی۱۲ کسیزه ډله اعلان کړه چې مشریبه یې د ولسمشر د دفتر ریس سلام رحیمی کوی‌.

په دغه ډله کې به درې ښځی ، دوه فعال وزیران ، یو والی، څلور معینان او پاتې نور لوړرتبه مامورین وی‌.

د حکومت د دغه ټیم له اعلان سره سم د افغانستان د (۳۵) سیاسیاو مذهبی ګوندونو ټلوالې ، یوشمیر مدنیفعالانو او دټولنیزی رسنیو کارونکو د حکومت پر دغه ګام نیوکې وکړې او په زغرده یې دا د حکومت له لورییوه ناکامه هڅه وبلله .

نیوکه کونکیوایی چې له طالبانو سره خبریباید د ولس په استازیتوب ، ولسیاستازیوکړی نه یوازیدافغانستانحکومت .

ولسمشر محمد اشرف غنی د جینوا په کنفرانس کې د سولې په اړه د خپل حکومت اساسی تګلاره اعلان کړه نوموړیوویل چې له طالبانو سره بې له قیده او شرطه د سولې خبرو ته چمتو دی، خو د سولی طرحه یې داسیجوړه کړې چې دښاغلیغنی واک تر راتلونکو نورو پنځو کلونو پوری غځوی .

دا پنځه کلنه ده چې بیلا بیل پړاوونه لری !

یو پړاو یې دادی چې ولسمشر به د خپلی دولس کسیزه ډلی سره سره یو بل د سولی‌ مشاورتی بورډ هم جوړوی چې دسولی په برخه کې به ده ته مشورې ورکوی .

خبری به لمړی دافغان لورو ترمنځ کېږی او بل پړاو کې به له پاکستان سره خبری وی ، دریم پړاو کې به له سیمه آیزه هیوادونو سره خبری وی ، څلورم پړاو کې به داسلامی او عربی هیوادونو سره خبری کېږی او په پنځم پړاو کې به د سولی په تړاو خبری د ناټو غړو هیوادونو او امریکا متحده ایالاتو سره کېږی او وروسته به د سولپ د پلان او پروسې وروستۍ برخه بشپړیږی .    

افغان ولسمشر په ښکاره ټکو په اساسی قانون کې بدلون رد کړی او مطلب یې دادی چې د یوه ټاکل شوی حکومت په مشری کې به دسولی تړون کېږی چې موقته اداره به نه وی او مشری‌ به یې هم د امریکا د متحده ایالاتو پر ځای دافغانستان حکومت کوی .

اوس داسی ښکاری چې ښاغلی غنی ‌د سولی پروسه دواک له غځولو سره تړی ، کنه تر دې وړاندی د سولی په تړاو د اشرف غنی‌ دریځ بدل وو.

دوه دلیله کېدای شی !

لمړی دا چې د سولی خبرو ته دلاری د جوړېدا په پروسه کې چې زلمی خلیلزاد یې مشری کوی تر ډېره افغان ولسمشر ته پاملرنه نه ده شوې او اوس هغه غواړی‌ په دې ډول د سولی له پروسې خپل غچ واخلی او د زلمی خلیلزاد په مشری را ټوکېدلی بهیر کمزوری کړی .‌

دوهم دا چې اشرف غنی‌ غواړی د سولی په هکله وړاندی شوی پلان خپل ټاکنیز پلان وګرځوی او له حزب اسلامی سره شوی د سولی تړون بېلګه کړی او خپلو ټاکنیزو منډو ترړو ته چې له وړاندی ‌یې پیل کړدی نوې بڼه ورکړی .

خو طالبان له لویه سره دافغان حکومت سره د خبرو مخالف دی . دوی وایی ‌چې افغان حکومت د سولی‌ د تړون واک نه لری او اوس د ښاغلی ‌غنی طرحه داسی ګڼی‌ چې افغان حکومت له سولی یو قدم شاته تګ وکړ.‌

دطالبانو د قطر د سیاسی دفتر او کوټی ‌شورا ځینی غړی په دې باور دی چې افغان حکومت اصلآ سوله نه غواړی او پخپله ولسمشر غنی ته د سولی په انډول دخپل واک غځېدل ډېر مهم دی .

طالبان وایی په دې پوهېږی چې افغان حکومت سوله نشی ‌کولای خوخنډونه اجادولای شی .   

که څه هم دواړه لوریپه خپلو غوښتنو کې یو له بله ډېر لیری دی،خو د طالبانو په خلاف په افغان ولس کې راټوکېدلېوېره هغه وخت کمه شوه چې د طالبانو یوې ډلی د ماسکو په غونډه کې ګډون وکړ او په پراخ لاس یې د رسنیو پوښتنېځواب کړې .

د ماسکو په غونډه کې تر ټولو لویه ګټه طالبانو وکړه او له خپلو غوښتنو او پوښتنو یې نړۍ او دافغانستان ولس خبر کړ.

البته وروسته له هغه چې په کابل کې د میلادالنبی په لمانځ غونډه کې خونړۍ چاودنه وشوه ،حکومت او پخپله ولسمشرغنیهڅه وکړه چې د دې چاودنې مسئولیت په غیری مستقیم ډول طالبانو ته راجع کړی .

که څه هم د طالبانو لپاره د رسول کریم (ص) یاد غونډه او پر هغې برید سره کرښه ده ،خو بیا هم د حکومت هڅه داوهچې دا پړه په یوډول نه یو ډول د دوی لورته ور واړوی‌.

اوس که له یوې خوا په افغانستان کې دسولیهیلی راټوکېدلی دی، له بله لوری افغان حکومت تر بل هروخت د طالبانوخلاف رسنیزه جګړه ګړندۍ کړې ده . د افغانستان ارګ هڅه کویچې په هیواد کې له شته رسنیو سره سره بهرنۍ رسنۍهم دطالبانو خلاف وکاروی .

تازه واشنګټن پوست (سوله افغانستان کې شونې ده خو زغم غواړی) تر سرلیک لاندې یو مطلب خپور کړى چې د افغانحکومت د اداری سمونونو مشر نادر نادری لیکلى.

دې مطلب کې ښاغلی نادری په تېر اپریل کې کابل کې شویو غبرګو چاودنو ته اشاره کوی چې شاو خوا نهه خبریالان همپه کې ووژل شول. وایی چې دغه خبریالان یې پېژندل او کله چې استخباراتی رپوټونو پر خلکو د طالبانو د برید رښتونیاغېز ورته روښانه کړنو هېښتیا یې لا پسې ډېره کړه.

د نوموړیمطلب دادی چې دا خبریالان طالبانو په نښه کړل او ګواکې طالبان د دیموکراسیاو د بیان دآزادی دښمنان دی .

دې خبرو ته په ځواب کې د طالبانو د سیاسیدفت ر یوه غړی راته وویل چې د افغان حکومت هڅه داده چې د سولی لهپروسې دطالبانو لوری بدل کړی . طالبان واییچې سوله دافغانانو غوښتنه ده او د دوی تحریک په مشروطه ډول افغانشموله سولی ته تیار دی .

افغان حکومت ته په کار دی چې د سولی په پروسه کې داساسی قانون، بشری حقوقو او ولسواکی خوندی توب ته جدیپاملرنه وکړی ،نه د ټاکنو ژر کېدو او دواک غځولو بهیر ته .‌

تر اوسه دافغان حکومت دسولیلپاره نوې نومول شوې ډله او نوې وړاندی شوې طرحه دامریکا له لوری نه ده منل شوې،خو ښایی دا طرحه د ولس له سخت غبرګون سره مخ شی‌.

ځکه اوس افغانان تر بل هروخت سولیته لیوال او ښایی هر هغه خنډ له مخه وباسیچې دسولی په وړاندیراځی .

لیکوال : میرویس افغان

ستاسو اعلانات دلته

About Afghan Afghan

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.