د سمنګان نوی والی عبدالطیف ابراهیمی خپله دنده پیل کړه

درې ورځې وړاندې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په وړاندیز او د ولسمشر اشرف غنی په تایید د سمنګانو ولایت لپاره نوی والی عبدالطیف ابراهیمی وټاکل شو.
د والی له ورپیژندو وروسته پخوانی والی عبدالکریم خدام وویل، چې له دندې نه ګوښه کېږی او د ولسمشر فرمان نه منی.
نوموړی دا هم ویلی وو، چې د جمعیت د مشرانو پرېکړې ته په تمه دی او تر هغه پورې به خپله دنده پرې نه ږدی څو چې جمعیت ګوند یې په هکله پرېکړه نه وی کړې.
خو د هغه له سرغړونې سره سره نن سهار ددغه ولایت نوی والی، عبدالطیف ابراهیمی تر سختو امنیتی تدابیرو لاندې ددغه ولایت کارکوونکو ته ور وپیژندل شو.
د سمنګانو د والی ویاند صدیق عزیزی هم رسنیو ته وویل، چې نوی والی د ولایت مقام کارکوونکو ته معرفی شوو او خپله دنده یې پیل کړه.
دا چې د بلخ له ګوښه شوی والی عطامحمد نور سره به حکومت ورته چلند وکړی کنه؟ دا هغه پوښتنه ده چې وخت به یې ځواب کړی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares