دانش خپرندویه ټولنې په کابل کې د ارواښاد عمر دراز مروت فاتحه واخیستله

دانش خپرندویې ټولنې نن د پښتو ژبې وتلی شاعر ارواښاد عمر دراز مروت اروا ته د دعا لاسونو پورته کولو په موخه د فاتحې مراسم جوړ کړل، په یادو مراسمو کې د وتلو قاریانو له خوا د کلام پاک مبارک آیتونه تلاوت شول او د مروت صاحب لپاره د برینو جنتونو دعا وشوه.
په مراسمو کې د هېواد وتلو لیکوالانو، علماوو، پوهانو او شخصیتونو ګډون کړی و چې د ارواښاد په مرګ غمجن او د ده ناڅاپی مړینه یې پښتو ادب ته لویه ضایعه وبلله.
د دعا تر څنګ د مروت صاحب یادونه او خاطرې د نوموړی د نېږدې دوستانو او خواخوږو له لوری له ګډونوالو سره شریک شول چې په ترڅ کې یې د دانش خپرندویې ټولنې ژمنه وکړه چې د ارواښاد مروت د اشعارو کلیات به د چاپ په ګاڼه وپسولی او د ټولو پښتنو تږی زړونه به پرې خړوب کړی

ستاسو اعلانات دلته

About داود جبارخیل

داود جبارخیل د وي او ای ډیوه خبریال دی له ۱۹ کالو څخه له یوشمر داخلی او خارجې رسینو او یوشمیر د پښټو پاڼه سره د پښتو ،ا دب ، او کلتور دافغانانواو ښځو ستونزو باندی ځانګړي مقالي او راپورنه ليکي اوس باوري خبري سرچینې سره همکارده

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.