پریانکا او جوناس له تازه واده وروسته

د هندوستان د فلمی نړۍ ستورې پریانکا چوپړا د خپل امریکایی ملګری نېک جوناس د واده مراسم لومړی په عیسوی دود سره وکړل. نن ورځ هم ې ټاکل شوې چې په هندی دود سره هم واده وکړی، خو له واده سره سره به دواړه کورنۍ یوه دوستانه کرکټ سیالی ترسره کړی، چې د یوې لوبډلې لوبډلمشره به پریانکا وی او د بلې لوبډلې لوبډلمشربه نېک جوناس وی.

دوی وایی دا د دې لپاره کوی، چې د دوی واده لا دلچسپ او په زړه پورې شی.

په دې دوروستیو کې د کرکټ لوبغاړو، فلمی لوبغاړو او ځېنې مشورو سندرو غاړو ترمنځ د مینې تارونه غځیدلی دی او دا تارونه تر ودونو رسېدلی دی، تېر کال ویرات کولی له انوشکا شرما سره واده وکړ.
چې یو کرکټی دی او بله یې فلمی لوبغاړې ده. څه موده وړاندې رنګویزسېنګ او ډیپیکا پاډوکون واده وکړ.

اوس پریانکا چوپړا غواړی د روانې اونۍ په پای کې له امریکایی سندرغاړی سره تر اوږدې مینې وروسته واده وکړی.

پریانکا د هندی فلمونو ترڅنګ په امریکایی فلمونوکې هم کار کړی دی.

دوی دواړو ویلی چې له واده مخکې به د دواړو کورنیو ترمنځ د یوې دوستانه کرکټ سیالۍ لپاره راټول شی او کرکټ سیالۍ باندې به ماحول لا دوستانه کړی.

د یوې لوبډلې نوم د انګریزی په P توری دی، چې پی د پریانکا چوپړا له نوم څخه اخېستل شوی. د بلې لوبډلې نوم به د N په توری وی، چې مطلب ترې د نېک جونس نوم دی.

په لوبه کې چوپړا او نیک دواړه ګډون وکړی، دوی وایی غواړی چې د خلکو د مینې تنده خړوبه کړی او واده لا په زړه پورې کړی.

وېب پاڼه لیکی چې د کرکټ دا لوبه به د ډېرو خلکو د پام وړ وی.
پریانکا چوپړا اوس ۳۶ کاله عمر لری او نېک جونس چې امریکایی سندرغاړی دی ۲۶ کاله عمر لری.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.