غزل

مصطفی پسرلی

بیا د وطن بچی د مور په لور ځی
پتنګان تل د تاوده اور په لور ځی

د مینې کور به شی کعبه د زړونو
ټول به په مینه د خپل کور په لور ځی

شمال به لوبې د اوربل سره کړی
خوشال زړګی به ټنګ ټکور په لور ځی

د عشق په دار به وی مرګونه مدام
هر یو مئین به خوښ د تور په لور ځی

شبنم به تل د ګل په شونډو پروت وی
د خوشحالۍ اوښکې به لور په لور ځی

یه پسرلیه داسې وخت به راشی
چې جانان ستا د غږ د شور په لور ځی

۰۱/۱۲/۲۰۱۸

ستاسو اعلانات دلته

About داود جبارخیل

داود جبارخیل د وي او ای ډیوه خبریال دی له ۱۹ کالو څخه له یوشمر داخلی او خارجې رسینو او یوشمیر د پښټو پاڼه سره د پښتو ،ا دب ، او کلتور دافغانانواو ښځو ستونزو باندی ځانګړي مقالي او راپورنه ليکي اوس باوري خبري سرچینې سره همکارده

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.