په خیبر پښتونخوا کې یو ځل بیا د حکومت ضد لاریونونه پیل شول

د پاکستان په اسلام اباد کې د پښتنو له پراخو لاریونونو وروسته په خیبر پښتونخوا باجوړ کې د پنجابی حکومت ضد لاریونونه شوی دی.

لاریون کوونکی د پښتون نسل وژنې په غبرګون کې لارو کوڅو ته راوتلی او د (پښتنو نسل وژنه بس کړئ، موږ نور د پنجابی ادارې لخوا له پښتنو سره روان ظلم نه غواړو)، شعارونه ورکوی.

دا لاریونونه لا هم دوام لری او له ټولنیزو رسنیو پرته یې په اړه هیڅ کومې رسمی رسنۍ راپور نه دی ورکړی.

د لاریونونو دا څپه وروسته له هغه یو ځل بیا را پورته شوې، چې د کراچۍ ښار په یو پوهنتون کې د احمد شاه منصور په نامه یو پښتون محصل په پټه ووژل شو او مړی یې دوه ورځې وړاندې په کراچۍ ښار کې یو دوکان ته څېرمه وموندل شو.

دا په داسې حال کې دی، چې موده وړاندې د کوزې پښتونخوا د پښتنو ستر لاریون په مشروط ډول د یوې میاشتې لپاره درول شوی دی او پاکستانی حکومت ژمنه ور سره کړې چې میاشت دننه کې به له دوی سره کړې ژمنې پلې کړی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares