Image of smiling young boys and girls playing on the grass

په افغانستان کې په هرو ۲۵ نوزیږیدو ماشومانو کې یو مری

په افغانستان کې په هرو ۲۵ نوزیږیدو ماشومانو کې یو مری

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړې اداره یونیسف په یو تازه راپور کې وایی، افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې په هرو ۲۵ نوزیږیدو ماشومانو پکې یو مری.

راپور زیاتوی، د دوی موندنې ښیی، چې جاپان، ایسلنډ او سنګاپور د ماشومانو د ژوندی پاتې کېدو لپاره غوره فرصت لری، خو پاکستان، افغانستان او د مرکزی افریقا جمهوریت کې نوزیږیدی ماشومان تر ټولو ناوړه حالت کې ژوند کوی.

د دوی په وینا، چې د نویو زیږیدو ماشومانو د مړینې لوی لامل د میندوارۍ پرمهال، د میرمنو بې وزلې او جګړې دی.

د راپور له مخې، په افغانستان کې په هرو ۲۵ نوزیږیدو ماشومانو کې یو یې خپل ژوند له لاسه ورکوی او د پاکستان په هرو ۲۲ نوزیږیدو ماشومانو کې یو مری، خو په اروپایی هېوادونو کې په هرو ۶۶۷ ماشومانو کې یو یې خپل ژوند بایلی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares