د رنویر سنګهـ د نوی فلم ټرېلر خپور شو

د هندی سېنما د مشهوری فلمی ستوری رنویر سنګهـ چې په تازه توګه یې د دې سېنما له ښکلې ستورې دپیکا پډوکون سره واده هم وکړ، بازار ته یې د نوی فلم ټرېلر راووت، خو دا فلم به د روانې مېلادی میاشتې په ۲۸مه نېټه پر سېنماګانو خپور شی.

د رنویر سنګهـ دا اکشن فلم چې سمبا نومول شوی، د روهټ شیټی په لارښوونه او ډایکریکټری ډک شوی دی.

د نوموړی د نوی فلم دا ټرېلر درې دقیقې دی چې په‌کې د اکشن تر څنګ تفریح ته هم ځای ورکړل شوی او په وروستۍ برخه کې یې د اکشن اتل اجې دېوګن هم ښکاره کېږی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.