د ستورو د واده درېیم پړاو هم تېر شو

د بالیووډ د ښایسته جوړې دپیکا پډوکون او رنویر سنګهـ د واده په درېیمه او وروستۍ نمانځغونډه کې د هندی سېنما مشهورو ستوریو ګډون وکړ.
د بالیووډ دې ښایسته جوړې د تېرې نومبر میاشتې په ۱۴ او ۱۵ په اټالیا کې واده وکړ، خو د مینه والو تنده یې ماته نه‌شوه او له دوی یې یو ځل بیا وغوښتل چې په هندوستان کې د خپل واده خوښی ونمانځی.
د دپیکا او رنویر سنګهـ د واده په مراسمو کې د بالیووډ پاچا شاه‌ رُخ خان، امیتاب‌بچن، ایشواریا رای بچن، ابھیشیک بچن، انیل کپور، کترینه کیف، کرینه کپور، سیف علی خان او د دې سېنما نورو مشهورو ستوریو ترڅنګ ۸۰۰ نامتو کسانو ګډون وکړ.
ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.