ستړی راشد دمه نه لری

لیکنه: مدثردعوت

راشدخان هغه نوم دی چی نړۍ یې د کرکټ څخه متاًثره ده، هغه که توپ اچوونه وی، توپوهنه یاهم ډګرساتنه وی.

هندوستان پریمرلیګ،بیګ باش،دکاناډ لیګ،بنګلدیش پریمرلیګ،افغانستان پریمرلیګ اوپه خپله د افغانستان ملی لوبډلی کی د راشدخان لوبیدل ددې باعث سوی چی نوموړی په پوره کال هم خپل کورته نه وی تللی.

یوازی څو ورځی مخکی راشدخان له لس اووریز لیګ څخه اوزګار سو، ترهغه وړاندی د افغانستان غوره لیګ، خو دادی اوس یې بیا ځان سویلی افریقا ته رسولی.

راشدخان د خپلی لوبډلی سره پداسی حال کی یوځای سو، چی لوبډله یې تر نورو ټولو لوبډلو په بد حالت کی ده.

په مزانسی سوپرلیګ د نومبر په ۱۶مه نیټه پیل سوی، تر دې مهاله پکښې ۲۰ لوبی ترسره سوی چی ۲۱مه به یې د راشدخان لوبه وی.

ډربن هیټ لوبډلی خپلی تیری شپږ واړه لوبی بایللی نو اړتیا ده چی راتلونکی پاته څلور لوبی وګټی ترڅو بل پړاو ته لار پیدا کړی.
خو د راشدخان په ورتګ سره یې لوبډله خوشبینه ده چی بل پړاو ته به لارپیدا کوی.

د ډربن هیټ لوبډلی روزونکی ګرانټ مورګن وایی پلې اپ ته د رسیدو لپاره باید راتلونکی څلور واړه لوبی وګټو،اړتیا ده چی زحمت وباسو نو زه خوشحاله یم چی راشد مو د لوبډلی سره یوځای سو.

دی زیاتوی چی راشدخان د شل اووریزو لوبو لومړی مقام توپ اچوونکی او د یو ورځنیو لوبو لومړی مقام الراونډر دی، نوځکه به یې لوبډله د هر اړخه پیاوړې سی.

د راشدخان د لوبډلی اوومه لوبه چی نوموړی به د لومړی ځل لپاره پکښې لوبیږی چهارشنبه، د شپې ۰۹:۳۰ بجې د نیلسن منډیلا لوبډلی په وړاندی ترسره کیږی.

دغه لیګ د روانی ډسمبر میاشتی تر ۱۶می نیټې پوری دوام کوی.

راشدخان په دویم پړاو لس اووریز لیګ کی د مراټیا عربینز لوبډلی لپاره په ۹ لوبو کی ۶ لوبغاړی وسوځول،۲ کیچونه یې ونیول او ۴۲ منډی یې جوړی کړلې.

خو ګوره چی په مزانسی سوپر لیګ کی به دخپلی لوبډلی هیلی پوره کړی که یا؟!

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.