د تامیل فلمونو اداکارې ریا میکا ځان وواژه !

د هندوستانۍ سېنما د فلم یوې ستورې په خپله غاړه کې په رسۍ اچولو سره خپل ژوند ته د پای ټی کېښود.

هندوستانۍ رسنۍ وایی، د تامیل فلمونو مشهوره اداکارې ریامیکا ځان زندۍ کړی او مړه شوې.

د رپوټونه له مخې، ریامیکا ۲۶ کلنه وه او په داسې حال کې یې جسد موندل شوی چې رسۍ یې له غاړې تاو وه، خو دا چې د جسد سره یې کوم خط نه دی موندل شوی تر اوسه یې د ځان وژنې لامل نه دی معلوم.

د رپوټ له مخې، د دغې اداکارې د ځان وژنې یوه ورځ وړاندې د هغې ملګری(Boy Friend) ورته ټیلیفون کړی و، خو دا چې کله یې د دوهمې ورځې لپاره یې هم د هغه موبایل ته ځواب ورنکړ، نو یې سودا شوې او کله چې د خپلې ملګرې ریامیکا کور ته ځی نو ورور یې هم خبروی.

وروسته بیا د اداکارې ملګری او ورور د هغې د کوټې دروازه ورټکولې خو کله چې یې بیا هم ځواب ونه موند نو مجبور شول چې د کړکۍ له لارې کوټې ته داخل شی.

د معلوماتو له مخې، په کوټه کې د اداکارې جسد په داسې حال کې ومونده چې له ستونې یې رسۍ تاو ده چې د جسد تر موندلو وروسته یې پولیسو ته خبر ورکړ.

تر اوسه د دغې اداکارې د ځان وژنې په تړاؤ څه نه دی ویل شوی او نه یې د ځان وژنې لامل روښانه شوی.

هندوستانۍ رسنیو کې د خپریدونکو رپوټونو له مخې، دغې اداکارې په زیاتو تامیل فلمونو کې مرکزی رول ادا کړی، خو دا چې په دې وروستیو کې ورته په فلمونو کې کار نه ؤ پیدا شوی، نو رسنۍ یې د ځان وژنې یو لامل همدا په ګوته کوی، دا چې نور کوم لاملونه به لری او که نه، وروسته به معلوم شی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.