بریښنایی سګریټ

ژباړه: بشر دروېش

په وروستیو کې د نورو سیمو ترڅنګ د افغانستان یو شمېر خلک هم د سګریټو له اعتیاد څخه د ځان ژغورنې لپاره د یوه بدیل په توګه الکترونیک یا بریښنایی سګریټ کاروی.
خو دغه سګریټ څه ګټې او زیانونه لری؟ وکارول شی، که تحریم شی؟
په دې مطلب کې به همدې ټکیو ته کتنه ولرو:

دا سګریټ څنګه کارول کیږی؟
الکترونیکی سګریټ د بیټرۍ په وسیله کارول کیږی، یانې بیټرۍ خوری او داسې رڼا او لوګی په دغه توګه کوی، چې واقعی سګریټ ته ورته ښکاری.
په دغو سګریټو کې د نیکوټین داسې مایع مواد ځای پرځای شوی، چې د سګریټ له کېکاږلو سره د څښونکی خولې ته لوګی ورکوی.
دا سګریټ عیناً د واقعی سګریټو په شان د اور سره رڼا هم ورکوی، چې ښیی دا سګریټ د سوزیدو په حال کې دی.
خو په واقعیت کې الکترونیکی سګریټ نه سوزی او د عادی سګریټو په شان له منځه تلونکی نه دی.

د الکترونیکی سګریټو خطرونه
نیکوټین اعتیاد زېږونکې ماده ده. له دې کبله د الکترونیکی سګریټو پریښودل اسانه نه دی.
که یې څوک پریږدی حتماً به د ستړیا، خپګان او اضطراب احساس ورته پیدا کیږی.
د دې ترڅنګ دغه مواد د زړه د ناروغانو لپاره زیات تاوان لری.
د څېړنو له مخې څوک چې نیکوټین زیات کاروی د زړه والونه یې له خطر سره مخ کیږی.
د دې ترڅنګ دغه مواد د مخ په وده ماشومانو حافظه خرابوی.
همدا شان په رحم کې دننه جنین ته تاوان پېښوی او حامله ښځو ته تر هرچا زیات خطرناک دی.

د واقعی سګریټو بدیل کیدای شی؟
د الکترونیکی سګریټو څښل که څه هم کاملاً یې تاوانه نه دی، خو د ډېرو کارپوهانو په باور د هغو کسانو لپاره غوره دی، چې د واقعی سګریټو د پریښودو لپاره دغو سګریټو ته مخه کوی.
د واقعی سګریټو په پرتله د دغو سګریټو زیانونه کم ګڼل شوی او منل شوې، چې دغه سګریټ د واقعی سګریټو ښه بدیل کیدای شی.
که څه هم په دې خبره سل سلنه پوره ډاډ نشته، خو تر یوه حده وړاندوینه شوې چې یاد شوی سګریټ له واقعی سګریټو سره د مخه ښې یوه مرستندویه وسیله کیدای شی.
د دې ترڅنګ د دغو سګریټو یو لوی عیب دا دی، چې په منع شویو سیمو کې هم څښل کیدای شی.

الکترونیکی سګریټ مو واقعی سګریټو ته هم بیایی
د الکترونیکی سګریټو یو لوی عیب لکه چې وویل شول په دغو سګریټو کې د نیکوټین موادو موجودیت دی.
دغه سګریټ که څوک ډېر وکاروی او تر دې مخکې یې واقعی سګریټ نه وی څښلی د دې امکان ډېر شته چې په واقعی سګریټو هم معتاد شی.

د الکترونیکی سګریټو اړوندې پېښې
په امریکا کې له ۲۰۰۹ څخه تر۲۰۱۶ پورې تر ۱۳۴ پورې د دغو سګریټو د بیټرو د زیات ګرمیدو له کبله د ۱۳۴ اورلګیدنو او چاودنو ارقام ثبت شوی.
له دې وراخوا یاد شوی سګریټ د مسمومیت سبب هم ګرځی.
پر مغزو یې هم د بدواغېزو پایله موندل شوې.
دا سګریټ د تنفسی ناروغیو او ان د سرطان سبب هم ګرځیدای شی.
د زړه د ناروغیو خو وویل شول، چې سبب یې ګرځی او والونو ته یې تاوان رسوی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.