سږ کال بیا افغان پاسپورټ تر ټولو وروستی او د اماراتو لومړی دی

د نړۍ د پاسپورټونو د درجه بندۍ ( پاسپورټ اینډیکس) نړیوال سازمان سږ کال بیا په ټوله نړۍ کې د اسانه سفر پر بنسټ د نړۍ د هېوادونو پاسپورټونه درجه بندی کړې دی. په دې درجه بندۍ کې د هیوادونو د پاسپورټونو درجه بندی پر دې بنسټ شوې چې څومره هیوادونو ته بې ویزې سفر کولی شی او یا هلته د رسیدو پر مهال ویزه ورکول کیږی.

د نړۍ د ټولو هیوادونو پاسپورټونه له لومړۍ درجه څخه تر ۹۳ یمې درجې پورې درجه بندی شوی، چې متاسفانه افغانستان د لیست وروستی هیواد او په ۹۳ یمه درجه کې یوازې دی.

عربی متحده امارات له سینګاپور رامخکې شوی او د نړۍ د پاسپورټونو په دې درجه بندۍ کې یې لومړۍ ځای خپل کړی. د پاسپورټ ایڼدیکس په وینا د متحده عربی اماراتو وګړی پر خپل پاسپورټ ۱۶۷ هیوادونو ته بې ویزې سفر کولی شی او یوازې

د نړۍ په ۳۱ هیوادونو کې ترې ویزه غواړی.

جرمنی او سینګاپور دواړه په دویمه درجه کې راغلی چې وګړی یې د نړۍ ۱۶۶ هیوادونو ته بې ویزې سفر کولی شی، او یوازې ترې په ۳۲۲ هیوادونو کې ویزه غواړی.

د امریکا د متحدو ایالتونو، د څو اروپایی هیوادونو( فرانسې، هالینډ، ناروی، سویډڼ، ډنمارک، فنلنډ، لوګزامبورګ، ایټالیا، هسپانیا) او د جنوبی کوریا پاسپورټونه بیا په دریمه درجه کې راغلی. ددې هیوادونو وګړی، د نړۍ ۱۶۵۵ هیوادونو ته له ویزې پرته سفر کولی شی، او یا هلته د رسیدو پر مهال ویزه ورکول کیږی.

په هغو هیوادونو کې چې وګړی یې د نړۍ ۱۶۴ هیوادونو ته له ویزې پرته سفر کولی شی کاناډا، بریتانیا، ایرلنډ، پورتګال، سویس، جاپان، اتریش، بیلجیم یاد شوې. د چک جمهوریت او هنګرید پاسپورټونه په پنځمه درجه یاد شوې، دوی د نړۍ ۱۶۳۳ هیوادونو ته بې ویزې سفر کولی شی او یا هلته د رسیدو پر مهال ویزه تر لاسه کوی.

د روسیې پاسپورټ په ۳۸ درجه یاد شوی، روسان پر خپل پاسپورټ د نړۍ ۱۱۶ هېوادونو ته سفر کولی شی او یا هلته د رسیدو پرمهال ویزه ورکول کیږی.

ترکیه په دې درجه بندۍ کې ۳۹ م ځای لری وګړی یې ۱۱۵ هیوادونو ته بې ویزې سفر کولی شی او یا هلته د رسیدو پر مهال ویزه ورکول کیږی.

کویټ په ۴۴ مه درجه راغلی چې وګړی یې، ۹۶ هیوادونو ته بې ویزې سفر کولی شی یا هلته د رسیدو پر مهال ویزه ورکول کیږی.

قطر دې درجه بندۍ کې اته څلویښتم ځای لری، وګړی یې اته اتیا هیوادونو ته بې ویزې سفر کولی شی. سعودی عربستان بیا ۵۴ م ځای لری وګړی یې ۷۹۹ هیوادونو ته بې ویزې تګ راتګ کولی شی.

هندوستان په ۶۶ م ځای کې دی، وګړی یې کولی شی چې ۶۵ هیوادونو ته بې ویزې سفر وکړی، یا هلته د رسیدو پر مهال ویزه ورکول کیږی.

د فلسطین پاسپورټ په ۸۵ یمه درجه یاد شوی وګړی یې ۴۴ هیوادونو ته له ویزې پرته تګ راتګ کولی شی.

هایتی، جیپوتی، بنګله دیش، ګینې بیسو، ګابون، حبشه، ډومینکا، کامروس، کیپ ورډی، کامبودیا، لیسوتو، ماکاو، مادګاسکر،مالدیف، موریتانیا، مایکرونیشیا، موزمبیګ، پالاو، روانډا، سوما، یوګانډا، سومالیا، توګو او یو شمیر نور نوم ورکی هیوادونه د هغو هیوادنو په ډله کې یاد شوی چې افغانان پر خپلو پاسپورټونو بې ویزې ورتلی شی

د افغانستان په ګاونډیانو کې تر ټولو په بهتر وضیعت کې ازبکستان دی، چې د پاسپورټ په نړیواله درجه بندۍ کې په ۶۸ مه درجه یاد شوی، وګړی یې ۶۳۳ هیوادونو ته بې ویزې سفر کولی شی او یا په هوایی ډګرونو کې په اسانۍ ویزه تر لاسه کوی.

تاجکستان په ۶۹ مه درجه کې دی، وګړې یې ۶۲ هیوادونو ته بې ویزې سفر کولی شی او یا هلته د رسیدو پر مهال ویزه ورکول کیږی.

ترکمنستان په ۷۳ اویمه درجه دی او وګړی یې ۵۷ هیوادونو ته له ویزې پرته سفر کولی شی.

ایران هم چندان ښه وضیعت نه لری، په ۸۷ یمه درجه یاد شوی چې وګړی یې ۴۲ هیوادونو ته بې ویزې سفر کولی شی. یا هلته د رسیدو پر مهال ویزه ورکول کیږی. په دې کې ګڼ هغه افریقایی هیوادونه دی چې د هیڅ هیواد له وګړی د سفر په موخه مخکې له مخکې ویزه نه غواړی.

د افغانستان د بل ګاونډی پاکستان وضیعت هم د پاسپورټ په دې نړیواله درجه بندۍ کې له افغانستان بهتره نه دی. پاکستان په لیست کې د اخر له پلوه دریم او د سره له پلوه ۹۱۱ یمه ځای لری. د پاکستان پاسپورټ لرونکې د نړۍ اتو هیوادونو ته بې ویزې سفر کولی شی او په ۲۷ هیوادونو کې د رسیدو پر مهال ویزه ورکوی. په دې کې یو هم لویدیځ یا عربی هیواد نه دی شامل، البته د افریقا، لاتینې امریکا او څو لرې ټاپویې هیوادونه دی چې له هیچا یا هیڅ هیواد له وګړی ویزه نه غواړی او یا د ورتلو پر مهال ویزه ورکوی.

د پاکستان وروسته، او له افغانستان مخکې په۹۲ یمه درجه عراق یاد شوی. عراقیان هم لکه د پاکستان په څیر وګړی یې ۳۲۲ هیوادونو ته یې بې ویزې سفر کوی او یا هم د ورتلو پر مهال ویزه ورکول کیږی.

د لیست په پای کې په ۹۳ یمه درجه افغانستان یاد شوی. ویل شوې چې د افغانستان وګړی پر خپل پاسپورټ د نړۍ ۲۹۹ هیوادونو ته بې ویزې سفر کولی شی. هایتی، جیپوتی، بنګله دیش، ګینې بیسو، ګابون، حبشه، ډومینکا، کامروس، کیپ ورډی، کامبودیا، لیسوتو، ماکاو، مادګاسکر،مالدیف، موریتانیا، مایکرونیشیا، موزمبیګ، پالاو، روانډا، سوما، یوګانډا، سومالیا، توګو او یو شمیر نور نوم ورکی هیوادونه د هغو هیوادنو په ډله کې یاد شوی چې افغانان پر خپلو پاسپورټونو بې ویزې ورتلی شی او یا هلته د رسیدو پر مهال ویزه تر لاسه کوی. په دې کې ګڼ یې لرې پراته افریقایی هیوادونه دی، ځینې یې د لاتینې امریکا هیوادونه دی او ځینې یې د لرې سمندرونو منځ کې پراټه ټاپوګان دی. دا هیوادونه له افغانستان سره د کوم سیاسی جوړجاړې له کبله افغانانو ته دا سهولت نه ورکوی. بلکې دوی د ټولې نړۍ هیوادونو ته همدا شرایط لری، ځکه ډاډمن دی چې څوک یې اول هیواد ته ورځی نه او که ور هم شی، هلته پاتې کیدو ته زړه نه ښه کوی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.