د سپوږمۍ کوچنۍ ډبرې په اته نیم لکه ډالرو پلورل شوی

په ۱۹۷۰ ز کال کې د پخوانی شوروی اتحاد یوه فضایی بېړۍ لونا-۱۶ سپوږمۍ ته تللې وه او له هغه ځایه یې درې ډېرې کوچنۍ ډبرې له ځان سره راوړې وې.
ځمکې ته راوړل شوې دغه ډبرې هغه مهال په څلور لکه څلوېښت زره او پنځه سوه ډالرو پلورل شوې وې، خو اوس په لوړ قیمت پلورل شوی.
د رسنیو د رپوټونو له مخې، دا ډبرې اوس په اته لکه او پنځه پنځوس زره ډالرو په نیویارک کې پلورل شوی دی.
دا ډبرې د روسی فضایی ادارې د مشر سرګی کورلوف ښځې ته د ډالۍ په ټوګه ورکړل شوې وې.
لونا-۱۶ دولس ورځې سپوږمۍ کې تېرې کړې وې او دا یې پنځمه هڅه وه.
دا ډبرې ډېرې کوچنۍ دی. لوړوالی یې یو او پلنوالی یې دوه ملی متره دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.