سام سنګ ۱۰۰۰ جی بی حافظه لرونکی موبایل بازار ته وړاندې کوی

د ۲۰۱۹ ز کال په پېل کې به د ځیرک موبایل جوړولو لوی شرکت سام سنګ د ایس لړۍ څلور نوی موبایلونه بازار ته وړاندې کړی چې یو به یې د پنځه جی ۵G د کارولو وړتیا هم ولری.

خو د مالوماتو له مخې، د ایس ۱۰ یو ډول موبایل به د نړۍ له نورو موبایلونو جلا وی. دا موبایل به دولس جی بی رېم لری او حافظه به یې یو ټی بی یا ۱۰۰۰ جی بی وی.

تر اوسه یوه موبایل کې زیاته حافظه ۵۱۲ جی بی ده. دغه راز، تر اوسه هېڅ موبایل دولس جی بی رېم RAM نه لری او دا به لومړنی موبایل وی.

شونې ده چې دا دوه نوې او پرمختللې ځانګړتیاوې به ګلکسی ایس لس کې وی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.