د زیاتره وخت قهر اوسېدو یو مهم لامل

یوازې دوه ساعته لږ خوب کولای شی چې تاسو قهر مزاجه کړی.

د امریکا په اییووا پوهنتون کې یوې تر سره شوې څېړنه کې د خوب د لږوالی او غوسې تر منځ اړیکه موندل شوې ده.

وړاندې دا ثابته شوې وه چې د خوب لږوالی د ذهنی نارامۍ لامل کېږی او ناوړه وضعیت ته یې رسولای شی.

په دغې نوې څېړنه کې د دوه څلوېښت کسانو ازموینه اخیستل شوې او لیدل شوی چې د خوب لږوالی د دوی په طبیعت څه ډول اغېز پرېباسی.

دغه کسان په دوه ډلو وېشل شوی. یوې ته د بشپړ خوب اجازه ورکړل شوې، خو د بلې ډلې خوب یې له دوو تر څلورو ساعته لږ کړی و.

پایله کې مالومه شوه، هغه کسان چې خوب یې لږ و، د غوسې اندازه یې زیاته وه او غږونه (خبرې) پرې ډېرې ښې نه لګېدې.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.