د ژمی دې سړو کې د نرم، ملایم او ښکلی پوستکی له پاره د زیتونو تېل وکاروئ

د ژمی له پېل سره مو د پوستکی وچوالی (خشکی) کې زیاتوالی راځی چې ځینې خلک ډېر ځوروی.
زیاتره خلک د دې خشکی د له منځه وړلو له پاره بېلابېل کریمونه او لوشنونه کاروی، خو زیاتره یې اغېزمن نه وی.
د دې خشکۍ د له منځه وړلو له پاره د زیتونو د تېلو کارول یوه طبیعی او اسانه نسخه ده.
هره شپه له ویده کېدو وړاندې د چای د کاشوغې په اندازه دوه کاشوغې نیم ګرم زېتون په خپل مخ، لاسونو او پښو لکه د مساج ورکولو په څېر ووهئ.
دغه راز له لمبلو وړاندې خپله ملا او د بدن نورې برخې د زېتونو د تېلو په واسطه مساج کړئ.
دې مساج سره به نه یوازې ستاسو د بدن د وینې جریان ښه وی، بلکې په دې سوړ ژمی کې به مو د پوستکی نمی هم ساتلې وی.
خو که بدن مو ډېر خشک وی، نو له زېتونو سره لږ د کوپرې (ناریال) تېل ګډ کړئ او څو ورځې یې یو ځای وکاروئ.
تاسو کولای شئ چې د پوستکی د خشکۍ له پاره ډاکټر ته هم مراجعه وکړئ.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.