حسنا جلیل د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتېژۍ مرستیاله شوه

د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتېژۍ مرستیال پاسوال مسعود احمد عزیزی له خپلې دندې استعفا ورکړه او پر ځاى یې حسنا جلیل وټاکل شوه.

هغه ولسمشر ته د روانې لیندۍ میاشتې په پنځمه په خپله استعفا پاڼه کې لیکلی چې نور په دغه وزارت کې د ځان لپاره د خدمت کولو کومه د پام وړ اړتیا نه وینی.

دغه راز هغه لیکلی:” بل پلو ته په هېواد کې حالات داسې دی چې د سمون په موخه یې باید په سمدستی توګه ډېر کار، هڅې او کوښښ وشی، او زما په شان یو تحصیل یافته او د لوړې تجربې لرونکو ځوانانو ته په کار دی چې په هېواد کې مهالنی وضعیت ته اغېزمن ځواب ورکړی او په دغه لار کې هر ډول قربانۍ ته چمتو شی.”

هغه زیاتوی:” نو هېواد او خلکو سره د بې کچې مینې او خدمت په پاکې ارادې او د ځینو نورو دلایلو له امله غواړم استعفا ورکړم او له دې وروسته د خپلو هېوادوالو او قومی مشرانو، ښځو او ځوانانو سره په ګډه په هېواد کې د یو مثبت بدلون او سمون په موخه هاند او کوښښ پیل کړم.”

د کورنیو چارو د ویاند مرستیال نصرت رحیمی، د مسعود احمد عزیزی استعفا تایید کړه.

د دغه وزارت یوې سرچینې پژواک ته وویل چې حسنا جلیل د عزیزی پر ځاى د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتېژۍ مرستیاله ټاکل شوې ده.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.