د ایران ولسمشر یو ځل بیا د هُرمز تنګی د بندولو خبرداری ورکړی

د ایران ولسمشر حسن روحانی یو ځل بیا د هُرمز تنګی د بندولو خبرداری ورکړی دی.

له دې تنګی څخه د نړۍ تقریباً درېیمه برخه هغه تیل تیرېږی چې د سمندر له لارې انتقالېږی.

د ایران دولتی ټلوېزېون د سې شنبې په ورځ د ولسمشر حسن روحانی له قوله وویل، که کومه ورځ امریکا پریکړه وکړه چې د ایران د تیلو د صادارتو مخه ونیسی، له فارس خلیج څخه به هېڅ تیل صادر نه‎شی.

حسن روحانی همدارنګه ژمنه کړې چې د امریکا متحده ایالات به د ایران د خامو تیلو د صادراتو مخه ونه نیسی.

هغه مهال چې ولسمشر ټرمپ د ایران او د نړۍ د پیاوړو هېوادونو ترمنځ له اټمی تړونه امریکا و ایستله او خبرداری یې ورکړ چې د ایران د تیلو د صاداراتو مخه به ونیسی، د ایران ولسمشر په ورته توګه د هُرمز تنګی د بندولو خبرداری ورکړی و.

د ایران د قدس ځواک قوماندان جنرال قاسم سلیمانی هغه وخت د روحانی د دې خبرداری هرکلی کړی و.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.