امریکا د یوه تړون د عملی کېدو لپاره روسیې ته وخت ورکړی

د امریکا متحده ایالات وایی، که روسیه په دوو میاشتو کې د سړې جګړې د مهال اټمې تړون عملی کېدو ته ستنه نه‎شی، دوی به هم خپل ټول هغه تعهدات وځنډوی چې د دې تړون له مخې ورته ژمن دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپئو دا اعلان د سې شنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو د تړون د غړیو هېوادونو په غونډه کې وکړ.

په‎دې غونډه کې د ناټو متحدانو د امریکا د دې تورونو کلک ملاتړ وکړ چې وایی، روسیې د۱۹۸۷میلادی کال د اټمی وسلو له تړونه سرغړاوی کړی.

د منځنی واټن د اټمی وسلو تړون روسیه او امریکا دواړه د داسې کروز، یا لېرې واټن ویشتونکو توغندیو له لرلو، تولیدولو یا ځای پر ځای کولو منعه کوی چې له ۵۰۰ څخه تر۵۰۰۰ کیلومترو پورې واټن ویشتلی شی.

په‎داسې حال کې چې د مسکو او لویدیځ ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اکټوبر میاشت کې وویل، دا به د اټمی وسلو د کنټرول له دې تړونه ووځی.

نوموړی ویلی، روسیې د توغندیو د نوی سیسټم په تولید له دې تړونه سرغړاوی کړی دی.

روسیې د خپلو «نواتور ۹ اېم ۷۲۹» په نوم د دې کروز توغندیو په اړه ډېر څه نه‎دی ویلی، خو دا یې رد کړې چې ګوندې د دې توغندیو تولید د واشنګټن او مسکو ترمنځ د سړې جګړې د مهال له تړونه سرغړاوی دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.