د ونزوئلا ولسمشر خپل روسی سیال سره د خبرو لپاره مسکو ته رسیدلی

د ونزوئلا ولسمشر نیکولاس ماډورو د لاتینې امریکا په‎دې هېواد د پراخېدونکی اقتصادی بحران په ترڅ، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د خبرو لپاره مسکو ته رسیدلی دی.

کرملین ویلی چې دواړه ولسمشران به د چهارشنبې په ورځ په مسکو کې په خپله لیدنه کې له ونزوئلا سره په مالی مرسته بحث وکړی.

د ولسمشر پوتین یو همکار یوری یوشاکوف خبریالانو ته ویلی، دواړه مشران به د تیلو او ګازو د پراختیا په برخه کې هم په همکارۍ خبرې وکړی.

یوشاکوف زیاته کړې، مسکو به همدارنګه په ونزوئلا کې د ډیالوګ ملاتړ وکړی.

د نوموړې په وینا:

“د ونزوئلا​ کورنۍ سیاسی ستونزې باید د بېلابېلو سیاسی لورو ترمنځ د پرانېستې تفاهم له لارې هواری شی.”

د سې شنبې په ورځ د ونزوئلا ولسمشر ماډورو پر خپل ټویټر په یو ویډیویی پیغام کې ویلی و چې له پوتین سره د جدی خبرو اترو لپاره روسیې ته ځی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.