هلمند کې ۶ پولیس وژل شوی

د هلمند ولایت د نهر السراج ولسوالۍ په ۶۰۱ نمبر لویې لارې په اوږدو کې پر امنیتی پوستو باندې د طالبانو په برید کې ۶ پولیس وژل شوی دی .

د هلمند ولایت څخه یوه سرچینه وایی چې یاد برید نن سهار مهال پر امنیتی پوستو باندې شوی چې ۳ ساعته یې دوام وکړ.

د سرجینې به خبره وسله وال د جګړې له سیمې څخه په تېښته بریالی شوی دی .

د یاد برید په اړه تر اوسه نه هم دولتی چارواکو او نه هم وسله والو طالبانو څه ویلی دی .

دا په داسې حال کې چې د هلمند ولایت د پولیسو ویاند تېره ورځ د هلمند ولایت مزکز لښکرګاه په څلورمه حوزه کې د عملیات خبر ورکړی و او ویلی یې و ، چې په دې عملیاتو کې د وسله والو طالبانو ۱۷ بابه پټنځایونه ویجاړ شوی دی .

ستاسو اعلانات دلته

About Atiqullah Massod

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.