غزنی کې په وروستیو عملیاتو کې ۳۰۰ وسله وال وژل شوی

سیمه ییز امنیتی چارواکی وایی، غزنی ولایت کې د افغان ځواکونو له خوا په تندر عملیاتو کې تر دې مهاله ۳۰۰ وسله وال طالبان وژل شوی دی.

د غزنی امنیتی چارواکی زیاتوی، دغه عملیات له څه مودې راهیسې د دې ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو کې پیل شوی دی.

د غزنی امنیه قوماندان غلام داود تره خېل پرون چهارشنبې ویلی، د عملیاتو له پیل راهیسې په ناوه، ګیلان، مقر، او قرباغ ولسوالۍ کې د کمانډو ځواکونو ۳۰۰ وسله وال طالبان وژلی دی.

د امنیه قوماندان په خبره دوی په پلان کې لری، چې د غزنی په ده یک او خواجه عمری ولسوالیو کې هم ډېر ژر حکومتی ادارې له سره فعالیت پیل کړی.

تره خېل وایی، د امنیتی ځواکونو دوهم پلان دا دی، چې د کابل – کندهار پر لویه لار چاڼیز عملیات پیل کړی تر چې هغه سیمې له طالبانو پاکې کړی، چې وړاندې یې پرې له یو شمېر خلکو پیسې اخیستې.

په ورته وخت کې د غزنی د والی ویاند محمد عارف نوری ویلی په مالستان او جارغوری کې هم تر عملیاتو وروسته امنیت ښه شوی او ډېر ژر به زر سرتېری هلته ځای پر ځای شی.

غزنی کې چارواکی پر داسې مهال د طالبانو د درنې مرګ ژوبلې خبر ورکوی، چې پرون دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی و، چې د کمانډو ځواکونو په عملیاتو کې د ۴۰ پاکستانیانو په ګډون کابو ۱۰۰ وسله وال طالبان وژل شوی دی.

طالبانو د دې څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی خو ویلی یې دی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې غزنی کې څلور امنیتی سرتېری وژلی دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.