رانی موکرجی څنګه اداکاره شوه؟

د هندوستان مشهوره فلمی ستورې رانی مکرجی وایی، چې مور یې فلمۍ نړۍ ته ددې د راتګ زمینه برابره کړه.

رانی په خپله وروستۍ مرکه کې ویلی، چې د مور په خوښه او غوښتنه سینما ته راغله او “د مور خواهش مې و، چې زه دې اداکاره شم”.

اغلې مکرجی ویلی، چې ددې مور په دې پوهیده، چې زه یوه ښه اداکاره جوړیدای شم. نوموړی زیاتوی:

“فکر نه کوم، چې زه دې له فلمې ستورې پرته کوم بل څه جوړیدای شوم.”

په ورته وخت رانی مکرجی د نجونو په ځواکمنتیا ټینګار کوی. نوموړې وایی، چې نجونی دی، د خپل ځان څخه د دفاع تخنیکونه زده کړی.

مکرجی وایی، چې دا هم په خپله لور سوک وهل زده کوی او له هغې وروسته به بیا سینما ته راځی.

رانی د “هیچکی” په نوم فلم باندې کار کوی، چې د مارچ میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې به خپور شی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares