برتانوی سفر افغانستان کې د ناټو ملکی استازی وټاکل شو

په کابل کې د برتانیا سفیر سر نیکولس د ناټو له خوا په افغانستان کې د خپل ملکی استازی په توګه ټاکل شوی دی.

د ناټو سرمنشی ینس سټولټنبرګ  ناوخته د کارنلیوس زیمرمن پر ځای د سر نیکولس د ټاکل کېدو اعلان وکړ.

سټولټنبرګ د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په پای کې و ویل، خوشحالی دی چې دا اعلانوی، چې سر نیکولس په افغانستان کې د ناټو د ملی استازی په توګه وټاکل شو.

باید و ویل شی، چې سرنیکولس اوس مهال په کابل کې د برېتانیا د سفیر دنده پر مخ وړی او ټاکل شوې خپل نوی ماموریت راتلونکی کال په مارچ میاشت کې پیل کړی.

تر ده وړاندې کارنلیوس زیمرمن چې یو جرمنۍ دیپلومات و په افغانستان کې د ناټو د ملکی استازی په توګه دنده پر مخ وړله.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.