څو چې افغانستان سولې ته رسېږی، ښایی ناامنی لا زیاته شی

د ناټو سرمنشی وایی، تر هغو چې په افغانستان کې د سولې یوه موافقه ترلاسه کېږی، ښایی په‌دې هېواد کې ناامنی لا زیاته شی.

ینس سټولټنبرګ د افغانستان امنیتی وضعیت ته دغه اندیښنه پرون د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې په یوه خبری کنفرانس کې څرګنده کړه.

نوموړی وویل:

“اوس چې موږ په ریښتنی ډول د سولې د پروسې د مخ ته وړلو هڅه کوو، په نورو جګړو کې مو لیدلی چې ځینی وختونه شخړې زیاتې شوی او هغه هم ځکه چې بېلابېل لوری هڅه کوی چې د امکان ترحده په یوه ښه دریځ د خبرو اترو د مېز تر شا کښینی. ښایی وضعیت په افغانستان کې ترښه کېدو مخکې لا یو څه خراب شی.”

په بروکسل کې پرون په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې د شاملو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو یو وار بیا په افغانستان کې د تل‌پاتې سولې او ثبات د ټینګیښت لپاره خپله ژمنه تازه کړه.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.