د روسیې دفاع وزارت د لایزری وسلو یو نوی سیستم په ډاګه کړ

د روسیې دفاع وزارت د پرمختللو تهاجمی سیستمونو په سلسله کې چې کریملن یې د پراختیا او تولید ژمنه کړې، د لایزری وسلو یو نوی سیستم په ډاګه کړ.

په هغه ویډیو کې چې دې وزارت پرون په خپله وېب‌پاڼه کې ایښې د پیریسویټ «Peresvet» په نوم نوی سیسټم له هنګره راوځی او نندارې ته وړاندې کېږی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په تېر مارچ میاشت کې ملت ته په وینا کې د یو شمېر پرمختللو وسلو تصویرونه وښودل چې د ده په وینا د روسیې پوځ پراختیا ورکوی.

په دغو لایزری سیسټمونو کې تر اوبو لاندې د اټمی ډرون او د اټمی کروز میزائیلو سیسټمونه هم شامل دی.

پوتین هغه مهال ویلی وچې د لایزری وسلو په برخه کې یې د پام وړ پرمختګ کړی او نور هغه کومه طرحه نه ده او نه هم د تولید په لومړۍ مرحله کې دی بلکې ځواکونه یې له تېر کال راهیسې پر دغو وسلو سمبال شوی دی.

تراوسه دا نه ده روښانه چې دغه سیسټمونه چې د لایزر وړانګو په ذریعه هدف ولی، څه ډول فعالیت کوی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.