کندهار، زابل او ارزګان کې ۸ وسله وال وژل شوی

د ۲۰۵ اتل قول اردو چارواکی په کندهار، زابل او ارزګان کې د وروستیو پوځی عملیاتو په ترڅ کې وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې خبر ورکوی.

د دې قول اردو ویاند جګړن یحی علوی وویل، د کندهار په خاکرېز، د زابل په شاجوۍ او د ارزګان په خاص ارزګان کې د ملی اردو د ځواکونو په ترسره شوېو عملیاتو کې اته وسله وال وژل شوی او دولس نور ټپیان دی.

په وژل شوېو او ټپیانو کې د وسله والو یو شمېر قوماندانان هم شامل دی.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

One comment

  1. خبرونه څانګه

    پرحسنا جلیل بحثونه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.