پرحسنا جلیل بحثونه

ارشاد رغاند

د کورنیو چارو وزارت د پلان او پالېسۍ د مرستیالې په توګه د حسنا جلیل په نوم د یوې ځوانې ښځې یا نجلۍ ګومارل کیدو په ټولنیزو رسنیو کې تاوده بحثونه رامنځته کړی.

په دغو بحثونو کې یوه ډله خلک د حسنا جلیل د ټاکنې مخالف دی، خو بله ډله یې ګومارنه ستایی او دا ګام له ځوان قشر او خاصتا ښځو سره د ولسمشرغنی لېوالتیا ګڼی.

ضروری بحث کوم دی؟

د دې مسئلې مهم او ضروری بحث په ډېر ګومان دا دی، چې له ښځو سره زموږ د ټولنیز چلند څرنګوالی څنګه او څومره پر ځای یا بې ځایه دی؟

په دې لیکنه کې د دغو بحثونو د ورځینیو عواملو یا زاویو پر ځای پر دې بحث کوو، چې له ښځو سره زموږ چلندونه هم یې په پلوۍ او هم په مخالفت ولې افراطی دی او د دې پایلې به څه وی؟

افراطی مخالفت

د حسنا جلیل په شان ګڼې افغانې مېرمنې هم د نارینه وو او هم ښځینه وو له لورې ډېرځله د دوی اړوند په هغو مواردو کې چې د افغانی ټولنې په کچه له رایجو شرایطو څخه مستثنا دی له ګڼو مخالفتونو سره مخ کیږی.

دا مخالفتونه تر ډېره پر افغانی ټولنې له حاکمو دودیزو او په اصطلاح وروسته پاتې لیدلورو څخه سرچینه اخلی.

په افغانی ټولنه کې معمولا ښځو ته د دویمې درجې انسانانو په سترګه کتل شوې او په مختلفو عرصو کې د دوی له ځلیدو، مخته تګ او فعال نقش لرلو سره مخالفت شوی.

دغه کار ته له بده مرغه د یوه غیرانسانی لیدلوری پرځای د یوه ویاړلی عمل او حتا(غیرت) په سترګه کتل شوی.

حسنا جلیل په امریکا د ادارې او تجارت په برخه کې لوړې زده کړې کړی. نوموړې تر دې مخکې د افغانستان د کانونو او تیلو د وزارت د تحلیل ارزیابۍ او پالیسۍ د ریاست سرپرسته وه. د چارشنبې په ورځ یې رسما د کورنیو چارو وزارت د ستراتیژۍ او پالیسۍ د مرستیالې په توګه دنده پیل کړه.

افراطی پلویتوب

د طالب واکمنۍ له سقوط سره د ښځو د حقونو د اعادې په نوم د ډېرو قدر وړ ګامونو ترڅنګ له بده مرغه ځینې داسې عملونه هم وشول، چې ظاهرا د ښځو لپاره یې ډېر حسن نیت څرګندوه خو په عمل کې یې نتیجه په ځینو برخو کې ښځو ته برعکس او د دوی خلاف د خلکو د پاریدو سبب شوې ده.

په دې برخه کې د ښځو د افراطی دفاع ځینې هڅې، چې ممکن برحقه به وې، خو د معقولې او موثرې مبارزې د اصولو برعکس غیرتدریجی او د حاکمو شرایطو له پام کې نیولو پرته به وې د یادونې وړ دی.

د دغو هڅو مثالونه به خامخا خپله د درنو لوستونکو ذهن ته ورځی، چې یوه یې هم د لیکنې په مقدمه کې بحث شوې موضوع ده.

معتدله او معقوله لاره

پورتنۍ دواړه نظریې( د ښځو افراطی مخالفت او افراطی پلویتوب) د فیصدۍ په تفاوت سره دواړه افغانی ښځینه وو ته لوی سرخوږی دی.

یو لیدلوری کاملا د ټولو اسلامی او انسانی ارزښتونو خلاف د اشرف المخلوقات زېږونکی او روزنکی قشر ردوی او بل په شعوری یا ناشعوری ډول د دوی د دفاع په نوم داسې څه کوی، چې په ټولنه کې د حاکمو شرایطو د منفی سیوری تر چتر لاندې د دې مظلوم او حقدار قشر د اعاده شویو نسبی حقونو پر وړاندې هم حساسیتونه زېږوی.

د حسنا جلیل ټاکنه

د دغه بحث په فضا کې ویلای شوو، چې د آغلې حسنا جلیل له ګومارنې سره مخالفتونه له سیاسی ملاحظو وراخوا پورتنۍ ټولنیزې ریښې هم لری.

موږ ته لازمه ده، چې داسې ټاکنې یوازې د ښځینه وو د پلوۍ او مخالفت له زاویو ونه ارزوو.

پر لوړ پوړو حکومتی دندو د ګومارل کیدو ګڼ معیارونه شته، چې هغه باید د ګومارل کیدونکو ټولو نارینه او ښځینه وو په ګومارنه کې باید له پامه ونه غورځول شی.

د ولسمشر غنی دفاع

افغان ولسمشر محمد اشرف غنی د حسنا جلیل پر ټاکنې له تودو بحثونو وروسته وویل، چې د هغې پر ګومارنې ویاړی.

زموږ حکومت؛ بالخصوص ولسمشر غنی ښه کوی، چې د ښځو د حقونو په برخه کې خپلې ژمنې پالی، مګر دا باید هېر نه کړی چې د ژمنو د تطبیق او په خاصه توګه په ګومارنو کې هغو بې حسابو او هېر شویو ښځینه کادرونو ته زیات حق ورکړی کومې چې د خپلې ټولنې له روح و روان سره لازم شناخت او د تعامل ظرفیت ولری..
په مختلفو عرصو کې ښځینه وو ته د مناسب مشارکت د سهم ورکولو له کبله د حکومت د قدردانۍ ترڅنګ ضروری ښکاری، چې په اقداماتو کې ترې د غور او د ګمارنو د معیارونو د عملی کیدو غوښتنه وشی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.