امریکایی ورځپاڼې فوربز د نړۍ ۱۰۰ اغیزناکو ښځو نوملړ خپور کړی

امریکایی فوربز ورځپاڼې د نړی ۱۰۰ اغیزناکو ښځو نوملړ خپور کړی چې د جرمنی چانسلره مېرمن مرکلا پکې بیا ځلې لومړۍ درجه خپله کړې ده.

د جرمنی چانسلرې انګلا مرکل د نړۍ ۱۰۰ اغیزناکو یا با اثره ښځو کې دا اتم ځل دی چې لومړی درجه مقام ګټی.

د فوربیز لخوا دغه نوملړ چې تېره شپه خپور شو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لور ایوانکا ټرمپ، د بنګله دېش صدر اعظمه شیخ حسینه او د بریتانیا د ملکې الیزابت نومونه هم شته دی.

د بریتانیا صدر اعظمه تریسامى دویم قام او د نړیوال وجهی صندوق یا اى اېم اېف فرانسوۍ مشره کرسټین لغراد درېیم مقام خپل کړې.

د یادې مجلې لخوا له تېرو ١۵ کلونو راهیسې دا نوملړ خپرېږی، په دې کې هغو ښځو ته ځاى ورکول کېږی، چې په بېلا بېلو برخو کې ښه ځلېدلې وی او خلکو ته یې په یو نه یو ډول بشردوستانه او ګڼو برخو کې خدمت کړی وی.

مشهوره امریکایی تلویزیونی کارکوونکې اوپرا اونفرې، د بریتانیا ملکه الیزابت او دامریکا د ولسمشر ټرمپ لوى ایوانکا ټرمپ، د بنګله دېش صدر اعظمه شیخ حسینه واجد  او د چین د ولسمشر شی جن پنګ مېرمنې هم په دې نوملړ کې ځاى موندلی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.