ماین چاودنې درې ځوانان وژلی

هرات ولایت کې د سړک د غاړې په یوه بمی چاودنه کې درې ځوانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د هرات د والی ویاند جیلانی فراهاد وایی، چې دغه چاودنه نن سهار وختی د هرات ولایت د ګذره ولسوالۍ د کورت سفلی په سیمه کې رامنځ ته شوې.

نوموړی زیاته کړه درې ولسی وګړی، چې په یوه سراچه موټر کې سپاره و په یاده سیمه کې یې موټر د سړک د غاړې پر خښ شوی ماین ختلی او په چاودنه کې درې واړه وژل شوی دی.

دی وایی، وژل شوی درې واړه ځوانان ولسی وګړی او عمرونه یې د ۲۰ او ۲۴ کلونو تر منځ دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.