کمانډو ځواکونو هلمند کې د طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې

راپورونه وایی، افغان کمانډو ځواکونو هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې او ۱۱ برمته شوی کسان یې ترې راخوشی کړی.

چارواکی زیاتوی، کمانډو ځواکونو د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د طالبانو یو زندان مات کړی دی.

سرچینه وایی، په دې عملیاتو کې درې وسله وال طالبان وژل شوی او ۱۱ تنه چې د وسله والو طالبانو له خوا برمته شوی و، آزاد شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.

یادونی وړ ده ، چې له دې وړاندې هم کمانډو ځواکونو هلمند ولایت کې د طالبانو ځینې زندانونه مات کړی وو.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.